پاکستان ويلي د افغانستان حکومت چې پرېکړه کړې د پاکستان نه خپل سفير او ډېپلومېټان اوباسي، دغه پرېکړه بدقسمتي يا بدبختي او د افسوس وړ ده، پاکستان هيله لري چې افغانستان به خپلې پرېکړې ته بيا کتنه وکړي.
The decision by the Government of Afghanistan to recall its Ambassador and senior diplomats from Pakistan is unfortunate and regrettable. 1/3 pic.twitter.com/X7cP1vyI6n
— Spokesperson 🇵🇰 MoFA (@ForeignOfficePk) July 18, 2021
په اسلام اباد کې د افغانستان د سفیر د لور تښتول کیدو او پرې د تشدد کیدو وروسته افغان حکومت پرون په 18 جولايۍ د اسلام اباد نه د خپل سفیر او نورو لوړپوړو ډپلومېټانو د وېستلو اعلان کړی وو.
په اسلام آباد کې افغان سفیر او لوړپوړي ډیپلوماټان کابل ته راوغوښتل شولد ۱۴۰۰ د چنګاښ ۲۷ مه--------------------------https://t.co/81QJBwlpfV pic.twitter.com/hQQotdYkrY
— Ministry of Foreign Affairs - Afghanistan 🇦🇫 (@mfa_afghanistan) July 18, 2021
د افغانستان د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د څانګې مشر دوا خان مینه پال پرون ویلي وو چې د ډپلومېټانو د پاکستان نه د وېستلو فیصله ولسمشر اشرف غني کړې ده.
د خالي/شنبې په ورځ 17 جولايۍ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخپل یو بیان کې ویلي وو چې د اسلام اباد نه د جمعې په ورځ د افغان سفیر نجیب الله علي خېل لور سلسله علي خېل تښتول شوې او تښتوونکو له وهلو ځورولو وروسته پرېښودې ده.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفير نجيب الله علي خېل په خپله هم په ټویټر د دغه پېښې په اړه ټويټ کړی وو.
۱/۳: پرون ورځ زما لورکی د اسلام آباد ښار نه اختطاف او شدیدأ شکنجه شوی وه، خو د خدای په فضل، نجات یی وموند او صحت یی اوس ښه ده.قضیه په جدی توګه د افغانستان د دولت لخوا د پاکستانی چارواکو سره تعقیب کیږی. د ټولو درنو مشرانو، هیوادولو او دوستانو د همدردی د پیامونو نه نړی مننه کوم.
— Najibullah Alikhil (@NajibAlikhil) July 17, 2021
پاکستان ويلي د وزیراعظم عمران خان په لارښوونه د افغان سفير د لور د تښتونې د پېښې په لوړ پوړې کچه پلټنې روانې دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي، د بهرنيو چارو سېکتر فېصل محمود د افغان سفير سره ليدلي او د هغه د لور د تښتونې د پېښې د پلټنو په لړ کې يې ورته د پاکستان د حکومت لخوا د پورته کړو ګامونو ويلي او د پوره مرستې ورکولو باور يې ورکړی دی.
ويل شوي پاکستان هيله لري چې د افغانستان حکومت په خپله پرېکړه بيرته غور وکړي.
بل لور ته د پاکستان د کورنيو چارو وزير شېخ رشيد پرون په 18 جولايۍ ويلي د وزیراعظم عمران خان له اړخه په اسلام آباد کې د افغان سفیر د لور د تښتول کېدو او ځورېدلو د پېښې څېړنه ورسپارل شوې ده، او زياته کړې يې ده د افغان سفیر لور تښتول شوې نه ده بلکې دې خبرې ته د هند استخباراتي ادارې په نړۍ کې زور ورکړی دی.
شیخ رشید د اتوار/یکشنبې په ماښام د یو شخصي ټلویژن – جیونیوز – سره په مرکه کې وویل، تر اوسه چې پلټنې شوي دي، هېڅ داسې څه نه دي څرګند شوي چې ګني د سفیر لور دې اغوا کړی شوې وي.
شیخ رشید زیاته کړه "ټول قام ته دا ویل غواړم چې دا نړېوال سازش دی، د هند استخباراتي اېجنسۍ (را) په ټوله نړۍ کې دا خبره خوره کړې ده".