د امریکې او پاکستان امنيتي سلاکارانو ليدلي په افغانستان کې د تشدد د کمولو او د افغان شخړې د سياسي جوړ جاړي په موضوع يې خبرې کړي دي.
د امریکې د ملي امنيت سلاکار جيک سېلوين او د پاکستان د وزیراعظم د امنیتي چارو سلاکار معيديوسف په واشنګټن کې ليدلي دي.
د دغه لیدنې په اړه جېک سېلوېن په ټویټر ویلي،
"د پاکستان د ملي امنیت د سلاکار سره مې وليدل په سيمه ييزه امنیت او شريکه همکارۍ مو خبرې وکړې. مونږ په افغانستان کې په سمدستي توګه د تشدد په ختمولو او د شخړې په سياسي جوړ جاړي مو بحث وکړو".
I met with Pakistan’s NSA today to consult on regional connectivity and security, and other areas of mutual cooperation. We discussed the urgent need for a reduction in violence in Afghanistan and a negotiated political settlement to the conflict.
— Jake Sullivan (@JakeSullivan46) July 30, 2021
د پاکستان د وزیراعظم د ملي امنيت سلاکار معيد يوسف ويلي،
"د امریکايي سيال سره مې نن په واشنګټن کې رغنده ليدنه وشوه. په جنېوا کې په شوې لیدنه کې په ترسره شوو خبرو مو بحث وکړو او صلاح شو چې دوه اړخيزې اړيکې به جاري ساتو".
Had a positive follow-up meeting with NSA @JakeSullivan46 today in Washington. Took stock of progress made since our Geneva meeting & discussed bilateral, regional and global issues of mutual interest. Agreed to sustain the momentum in Pak-US bilateral cooperation.
— Moeed W. Yusuf (@YusufMoeed) July 30, 2021
جېک سېلوېن او معيد یوسف د مې په مياشت کې په جنېوا کې ليدلي وو.
هغه وخت په مطبوعاتو ويل شوي وو چې د پاکستان او امریکا ترمنځ په پاکستان کې امریکې ته د اډو ورکولو خبرې شوي خو پاکستان بيا په کلکه دغه خبره رد کړې وه.
امریکايي او پاکستاني استازي په واشنګټن کې دا تازه ليدنه په داسې حال کې کړې چې امریکا او نړیوال ځواکونه د افغانستان نه ووځي او هلته طالبانو بريدونو ته زور ورکړی دی.