د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د افغان ولسمشر اشرف غني سره په ټيليفون خبرې کړي او "د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي پر زیاتولو د اندېښنې ترڅنګ یو ځل بیا له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل هیواد د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی دی".
ارګ ويلي دغه راز انتوني بلینکن "د افغانستان د سولې پروسې په چټکتیا کې د امریکا متحدو ایالتونو پر رول ټینګار وکړ".
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي پر زیاتولو د اندېښنې ترڅنګ یو ځل بیا له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خپل هیواد د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ، دغه راز یې د افغانستان د سولې پروسې په چټکتیا کې د امریکا متحدو ایالتونو پر رول ټینګار وکړ.
— ارگ (@ARG_AFG) August 3, 2021
د افغانستان صدارتي ماڼۍ تير د درېم اګست په ماسخوتن د دغو خبرو په اړه بيان خپور کړی دی.
ويل شوي، "دواړو لوريو د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړيکو او له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا د همکاریو پر دوام، سیمه ییزو مسایلو او د افغانستان سولې بهیر کې د سیمې هیوادونو د رول په اړه بحث وکړ".
د امريکې د بهرنيو چارو وزير په ټویټر ویلي،
د اشرف غني سره مې په خبرو کې د امریکا د قوي او تلپاتې ژمنې تکرار کړې، هغه ويلي د افغانستان د سولې د عمل ګړندي کولو او د سياسي جوړ جاړي په اړوند يې ورسره خبرې شوي دي.
Spoke with @ashrafghani today to reiterate the strong and enduring U.S. commitment to Afghanistan. We discussed the need to accelerate peace negotiations toward an inclusive political settlement that respects the rights of all Afghans, including women and girls.
— Secretary Antony Blinken (@SecBlinken) August 3, 2021
د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ويلي، په دغو خبرو کې دواړو مشرانو د طالبانو بریدونه غندلي چې د عامو خلکو ژوند او بشري حقونو ته درناوی نه لري، د خلکو د وژنو او بې ځايه کېدو سبب ګرځي.
اشرف غني او بلينکن ویلي د يو بل سره به په رابطه کې وي.
د امریکې د بهرنيو چارو وزیر د افغان ولسمشر سره خبرې په داسې وخت کې کړي چې امريکا او نړيوال ځواکونه د افغانستان نه ووځي او طالبانو په افغانستان کې بريدونو ته زور ورکړی دی.