کیلیفورنیا مېشتو افغانانو په افغانستان کې د جګړې په ضد احتجاجونو لړۍ پیل کړې

Your browser doesn’t support HTML5

د امریکې په کيليفورنيا کې ميشته افغان ټولنه اندېښمنه ده چې په افغانستان کې روانه جګړه که ختمه نه شوه نو دا به په دغه هيواد کې د ښځو په عمومي ژوند ډېر بد اغيز ولري.

د خپلو هيوادوالو د حقونو لپاره اواز اوچتولو په غرض په کيليفورنيا کې افغانو ښځو د تېرو درو اوونیو راهیسې د ټولنې د سړو سره څنګ په څنګ د لاريونونو او مظاهرو يوه لړۍ پيل کړې او وایي‌ د مظاهرو لړۍ به یې تر هغې دوام لري چې نړيوالو او ملګرو ملتونو په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره کوټلي ګامونه نه وي پورته کړي. په دې اړه نور تفصيل د راشد خټک په دې رپورټ کې وګورئ: