ماسټر ایوب په اسلام اباد کې غریبو ماشومانو ته وړیا تعلیم ورکوي

Your browser doesn’t support HTML5

د اسلام اباد د يو پارک په ګوټ ګوټ کې د غېر رسمي سکول چلوونکی ماسټر ايوب د پایتخت اسلام اباد د هغو خواریکښو ماشومانو لپاره د اميد يوه رڼا ده چې د غريبۍ او نادارۍ له کبله د تعلیم د رڼا څخه محروم پاتې کېږي.
ماسټر ايوب د کال 1982م راهیسې په دې سکول کې هغو ماشومانو ته تعلیم ورکوي چې د بېلابېلو علتونو له امله د تعلیم څخه لرې پاتې شوي دي. نور حال د اسلام اباد نه د وي او اې ډیوه د خبریالانو ارشد حسېن او وقار احمد په دې رپورټ کې: