کراچۍ: د مرغانو دوکانداران وایي ټولبند کې یې ډېر مرغان له لوږې مړه شول

Your browser doesn’t support HTML5

د کراچۍ د بازار په ټولبند یا لاکډاون کې هم نه دی بند کړی شوی، دوکاندران وایي په تېر ټولبند کې چې کله د دوی مارکيټ وتړل شو ډېر مرغان یې له لوږې مړه شوي وو.
وایي تر پرله پسې ټولبند وړاندې دوی حکومتي چاروکو ته خواست کړی وو چې د کاروبار کولو په توګه نه بلکې د مرغانو د ساتنې دپاره دې دوی ته د دوکانونو خلاصولو اجازه ورکړی شي چې بيا د دوی خواست ومنل شو. نور تفصيل يې د وي او اې ډیوه خبریال ذوالفقار بېټنی په خپل رپورټ کې وړاندې کوي‌: