غني: افغان ځواکونو ماتې نه ده خوړلې، دا د حکومت، طالبانو او نړیوالو سیاسي ناکامي وه

Your browser doesn’t support HTML5

افغان ولسمشر اشرف غني وایي که په هېواد کې پاته شوی وای نو په دار به ځړول شوی وای او هېواد به یې له لوی شرم سره مخ شوی وای. ښاغلی غني له هېواده تر وتلو وروسته پخپله لومړۍ وینا کې وویل افغان ځواکونو د طالبانو په وړاندې ماتې نه ده خوړلې بلکې د افغان حکومت په ګډون د طالبانو د رهبرۍ او نړیوالو همکارانو سیاسي ناکامي وه. وایي دا ناکامي د سولې بهیر وو چې په جګړه بدل شو. په دې اړه نور تفصیل د بارکوال میاخېل په رپوټ کې: