واشنګټن ـــ د بلوچستان په ګوادر ښار کې د چینایي وګړو پر یو موټر چاودنه شوې چې په نتیجه کې یې دوه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
پولیس وایي چاودنه د جمعې په ماښام ګوادر ایکسپریس ته نیژدې په «بلوچ وارډ» کې شوې ده او وایي د چاودنې ټپیان یې سمدستي ګوادر روغتون ته وړي دي.
د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني دا ځانمرګی برید بللی او په کلکه یې غندلی دی. شاهواني پر ټویټر لیکلي:
"دوه ماشومان مړه شوي چې نیژدې یې لوبې کولې او یو چینایي وګړی برسېرن ټپي شوی دی. د ډرېور په ګډون درې تنه ټپیان دي".
Strongly condemn suicide attack on Chinese nationals Vehicle in #Gwadar.2 children died who were playing nearby & one Chinese sustained minor injuries.3 persons injured including driverPolice & CTD teams are on the crime scene.Investiga launched.Innocent Children,Afsos
— Liaquat Shahwani (@LiaquatShahwani) August 20, 2021
د ګوادر ایس ایچ او محمد اسلم بنګلزی وایي په پېښه کې چینایي وګړو ته زیان نه دی اوښتی خو ځینې رپوټونه په چاودنه کې د چینایي کارکوونکو د مرګ ژوبلې دعوې هم کوي چې تر اوسه نه دي تایید شوې.
د دې برید ذمه واري سمدستي کومې وسلوالې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې، خو په بلوچستان کې تر دې وړاندې هم له سیپېک اقتصادي منصوبې سره پر تړلو چینایي وګړو د برید ذمه واري د خپلواکي غوښتونکو بلوڅو وسلوالو تنظیمونو منلې دي.
د یادونې وړ ده چې په تېره جولای میاشت کې هم د پښتونخوا په بر کوهستان سیمه کې د چینایي وګړو پر یو ټرک برید شوی وو، چې د پاکستان د خارجه وزیر شاه محمود قرېشي ځانمرګی برید بللی او په نتیجه کې یې د نهو چینایي انجینېرانو په ګډون 13 تنه وژل شوي وو.