شمالي وزيرستان: د يوت اف وزيرستان مشر نور اسلام داوړ نامالومو وسله والو په ډزو وژلی

نور اسلام داوړ

د خېبرپښتونخوا په قبایلي ضلع شمالي وزيرستان کې نامالومه وسله والو د سيمې د ځوانانو تنظیم يوت اف وزیرستان مشر نور اسلام داوړ په ډزو وژلی دی.

د شمالي وزیرستان پوليسو او ځايي خلکو دغه پېښه تاييد کړې چې نور اسلام داوړ پرون د جمعې په ورځ 27 اګست مازيګر د ميرعلي بازار سره نزدې اينځر کلي کې نامالومو وسله والو په ډزو وژلی دی.

د يوت اف وزیرستان مخکني مشر وقار داوړ وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل نور اسلام داوړ حېدر خېل کلي ته تللی وو او بيرته په لار وو چې نامالومو موټرسايکل سورو پرې څلور ډزې کړي او په ځای يې وژلی دی.

هغه وویل د داوړ سره يې د تره زوی هم وو خو وسله والو هغه ته څه نه دي ويلي.

د نوراسلام داوړ د وژنې د پېښې زمه واري تراوسه چا نه ده منلې.

د ميرعلي تاڼې مشر (اېس اېچ او) رياض نور وي او اې ډیوه ته وويل د نور اسلام داوړ خپلوانو د هغه د وژنې مقدمه په چا نه ده درج کړې او پوليسو په خپله دغه مقدمه د ترهګرۍ ضد د پوليس څانګې ته لېږلې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين وايي، نور اسلام داوړ د يوت اف وزيرستان سره د پي ټي اېم فعال هم وو او د هغه وژنه د اندېښنې وړ خبره په دې ده چې په علاقه کې امنيتي ځواکونه شتون لري او پرله پسې په علاقه کې په رڼا ورځ وژنې کيږي.

هغه وويل دوی ميرعلي ته ځي د نور اسلام داوړ د وروڼو سره وينې او د هغې وروسته به د راتلونکې دپاره تګلاره اعلانوي.

د شمالي وزيرستان نه د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وايي، نور اسلام داوړ په علاقه کې د ناامنۍ او هدفي وژنو پرضد يو کلک غږ وو چې نامالومو وسله والو غلی کړو.

هغه وويل داوړ به د يوت اف وزيرستان د لارې د خلکو خدمت کولو او د حقونو دپاره به يې غږ پورته کولو او په زړوتيا سره يې خپله مبارزه جاري ساتله باوجود د دې چې نيول شوی او تشدد پرې شوی خو مبارزه يې نه وه پرېښودې.

محسن داوړ وايي د نور اسلام داوړ وژنه نه یواځې د يوف اف وزيرستان بلکې د ټول وزيرستان دپاره غټ تاوان دی.

يوت اف وزیرستان

د يوت اف وزیرستان په نوم د ځوانانو دا تنظيم په کال 2015 کې په شمالي وزيرستان کې جوړ شوی چې زياتره غړي يې ځوانان وو.

وقار داوړ وايي، دغه تنظيم په وزيرستان کې د خلکو د حقونو دپاره جوړ کړی شوی وو، هغه وویل د وزيرستان نه چې خلک کډوال شو او د ستونزو سره مخ وو دغه تنظيم به د خلکو د مسلو دپاره غږ پورت کولو.

هغه زياته کړه چې کله د علاقې خلک بيرته علاقې ته ستانه شو دا تنظيم فعال وو او په علاقه کې چې د بدامنۍ پېښې پېل شوې تنظيم به د بدامنۍ پرضد غږ پورته کوو.

نوموړی د نور اسلام داوړ د علاقې او تنظيم دپاره غټ تاوان ګڼي.

هغه وویل داوړ په مستقله توګه د شمالي وزيرستان د خلکو دپاره مبارزه کړې تل به یې احتجاجونه او پرلتونه کول، مقدمې پرې درج شوې او څو ځله نيول شوی هم وو خو هغه د خپلې مبارزې څخه نه وو په شا شوی.