د نيوزي لېنډ کرکټ لوبډلې د امنيت له خطره د پاکستان دوره وځنډوله

د پاکستان کرکټ بورډ وايي، نن د جمعې په ورځ (17 ستمبر) ورته د نيوزي لېنډ کرکټ بورډ خبر ورکړ چې د امنيت په اړه ورته خبرداری ورکړی شوی ځکه دوی په يو اړخيزه توګه د سياليو ځنډولو پرېکړه کړې ده.

د پاکستان کرکټ بورډ ويلي، کرکټ بورډ او د پاکستان حکومت د مېلمه لوبډلې دپاره د امنیت کلک انتظامات کړي وو او د نيوزي لېنډ کرکټ بورډ لخوا ورته باور ورکړی شوی وو.

کرکټ بورډ په جاري کړي بيان کې ويلي، د پاکستان وزیراعظم د نيوزي لېنډ د وزيراعظم سره رابطه کړې وه او هغه ته يې ويلي وو چې زمونږ امنیتي استخبارات د نړۍ غوره استخبارات دي او مېلمه لوبډلې ته به هیڅ ګواښ نه وي.

او د نيوزي لېنډ چارواکو د پاکستان د حکومت په امنيت د اطيمنان څرګندونه کړې وه.

د کرکټ نړيوالې شورا (ايي سي سي) هم د نيوزي لېنډ د دورې د ځنډولو خبر تاييد کړی دی.

د نيوزي لېنډ کرکټ بورډ ويلي، د نيوزي لېنډ حکومت ورته خبر ورکړی شوی چې لوبډلې ته د امنيت خطره ده له هغې وروسته د پاکستان دوره ځنډوي.

د نیوزي لېنډ کرکټ بورډ ويلي، د خپلې لوبډلې د پاکستان نه ويستو دپاره تياريانې کوي.

ويل شوي د نيوزي لېنډ او پاکستان د کرکټ لوبډلو ترمنځ نن د درېو سياليو لومړۍ لوبه په راولپنډۍ کې ټاکل شوې او له دې وروسته په لاهور کې پينځه شل اووريزې سيالۍ ټاکل شوې وې.

په 17، 19 او 21 ستمبر د راولپنډۍ په لوبغالي کې درې يو ورځنۍ سيالۍ او د 25 ستمبر نه تر درېم اکتوبر پورې شل اووريزې سيالۍ اعلان شوې وې.

د نيوزي لېنډ کرکټ لوبډله 18 کاله وروسته د پاکستان په سفر راغلې وه.

په کال 2009 کې په لاهور کې د سري لنکا په کرکټ لوبډله وسله وال بريد شوی او له هغې وروسته پاکستان ته د بهرنيو هېوادونو لوبډلې راتلل ودرېدلي وو.