روس: افغانستان او تاجکستان په شريکه پوله پوځونه زيات کړي دي

روس وايي، داسې رپوټونه ورته ترلاسه شوي چې افغانستان او تاجکستان يو بل سره په ګډه پوله په ګڼ شمېر کې پوځونه ګمارلي دي. د روس د خارجه چارو د وزارت يو چارواکي الېکسي زېټسوف وايي،

" مونږه د تاجکستان او افغانستان زياتيدونکي تاؤتريخوالي ته د اندېښنو په نظر ګورو،‌ په داسې حال چې د دواړو هېوادونو مشرانو د يو بل په ضد سخت بيانونه ورکړي، او داسې رپوټونه هم راغلي چې دواړو ملکونو په شريکه پوله خپل پوځونه زيات کړي دي،د طالبانو معلومات وايي‌ يواځي په ګاونډي تخار ولايت کې يې په زرګونو خصوصي عسکر ګمارلي دي، مونږه په کابل او دوشنبې غږ کړی چې خپلو کې شخړه د خبرو د لارې حل کړي."

روس په تاجکستان او افغانستان غږ کړی چې خپله کشاله په خبرو حل کړي، تاس خبري اېجنسۍ دغه خبر د روس د خارجه وزارت په حواله خپور کړی.

د تاجکستان صدر ايمان علي رحمان د طالبانو لخوا ټاکل شوی پارليمان په رسميت منلو نه انکار کړی او د طالبانو لخوا يې د پنجشېر ولايت په زور د نيولو غندنه هم کړې چرته چې اکثريت د تاجک وګړو دی او د طالبانو په ضد مظاهرې کوي.

طالبانو د تاجکستان په تبصره سخت غبرګون ښودلی او دغه يې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاس وهنه بللې ده.

په افغانستان کې تاجک د ټولې آبادۍ څلورمه برخه ده، ولې د طالبانو اکثريت پښتانه دي چې په افغانستان کې اکثريتي ډله ده.

د روس ريا خبري اېجنسۍ د طالبان د وياند بلال کريمي له قوله د د غې خبر ترديد کړی چې ګنې دوي د تاجکستان سره په پوله د خپلو عسکرو شمېره زياته کړې ده.

د تاجکستان خارجه وزارت لا د دغې رپوټونو په اړه څه نه د ي ويلي، خو د تېرې شورو او زيارت په ورځو يې د افغانستان سره څېرمه دوه صوبو کې پوځي پرېډونه کړي.

تاجکستان کې د روس يوه لويه پوځي اډه ده.

د امريکې د فاع وزير لاېډ آسټن د شورو په ورځ د افغان پاېلټانو په تاجکستان کې په پاتې کېدلو اندېښنه ښودلې، څوک چې امريکې تربيه کړي او په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ وروسته سره د خپلو جهازونو او وسلې تاجکستان ته تښتېدلي وو،او هلته بند پاتې دي.