امریکې د زیارت/ پنجشنبې په ورځ پخوانی طالب کمانډر د ترهګرۍ سره په اړونده کړنو تورن کړی چې په کال 2008 کې يې امریکايي سرتيري وژلي وو.
پخوانی طالب کمانډر حاجي نجيب الله چې 45 کلن دی د امریکا په بند کې دی، په هغه تور دی چې يو امریکايي جرنلسټ او دوه افغانان يې تښتولي وو. هغه د کال 2020 د اکتوبر په مياشت کې په يوکراين کې نيول شوی وو.
د امریکې د انصاف محکمې ويلي، د نجیب الله په مشرۍ طالب جنګيالو په کال 2008 کې په يو کاروان بريد کې درې امریکايي سرتیري او د هغوی افغان ژباړونکی وژلي وو.
د نيويارک د جنوبي ضلعې څارنوال ويلي، په دغه بريد کې بمونه، راکټې او اټومېټک وسله کارول شوې وې.
څارنوال انډرې سټراس ویلي، تورن طالب کمانډر په افغانستان کې په سخته جګړه کې د طالبانو د يوې ناوړه ډلې مشري کوله چې د افغانستان په يوه برخه کې يې ترهګري کوله او په امریکايي پوځيانو يې بریدونه کول.
په نجيب الله د امریکايي جرنلسټ او دوه افغانانو د تښتولو تور هم دی چې دوی يې تښتولي او تر اووه میاشتو يې يرغمال ساتلي وو.
د امریکې د انصاف محکمې د يرغمال شوو نومونه نه دي ښکاره کړي خو د کال 2008 د نومبر په مياشت کې په افغانستان کې د نيويارک ټايمز جرنلسټ ډېوډ روډ، د هغه ترجمان او ډرايور تښتول شوي وو.
نيويارک ټايمز د خطر پېښېدو له امله د جرنلسټ د يرغمال کېدو خبر پټ ساتلی وو او روډ بيا د کال 2009 د جون په مياشت کې د طالبانو نه تښتېدلی وو.
ويل کيږي ښايي چې نجيب الله د عمر بند سزا واورول شي.