یو این ایچ سي آر: که افغانانو سره بیړنۍ مرستې ونه شي ژمی به حالت نور خراب کړي

Your browser doesn’t support HTML5

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره یو این ایچ سي آر وایي په روان کال کې شاوخوا اووه لکه افغانان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي، د دې ادارې ویاند بابر بلوڅ وایي افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې پکې د ناوړه بشري ناورین بیړنی حالت دی او وایي د ژمي په را رسېدو سره که د دې هېواد له خلکو سره زر مرسته ونه شي نو حالت به تر دې هم خراب شي. بل لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وایي، که په افغانستان کې ارامي نه وي نو زیات خلک به کډه کېدو ته مجبور شي. تفصیل د بارکوال میاخېل په رپوټ کې: