د افغانستان کرکټ لوبډلې چې تيره شپه په نړیوال شل اووريزه کپ/ جام کې د سکاټ لېنډ لوبډلې ته ماتې ورکړې، افغان مشرانو، طالبانو او د پاکستان د وزیراعظم په ګډون ډېری خلکو ورته په دغه بريا اومبارکي ويلې ده.
افغان لوبډلې چې د سکاټ لېنډ ته د 191 رنزونو هدف ورکړی وو، دغه سیالي يې په 130 رنزونو ګټلې، مجيب الرحمان په پينځه لوبغاړو اوټ کولو/ سوځولو د لوبې غوره لوبغاړی ګرځول شوی دی، راشد خان څلور وکټې اخستې دي.
مخکني افغان ولسمشر اشرف غني په ټویټر ویلي،
"ټول افغان عظيم ولس ته دې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د سکاټلنډ پر وړاندې زموږ د کرکټ د ملي ټيم د اتلانو، بری مبارک وي".
ټول افغان عظيم ولس ته دې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې د سکاټلنډ پر وړاندې زموږ د کرکټ د ملي ټيم د اتلانو، بری مبارک وي!دوی نن د يو ستر غمځپلي ملت په شونډو موسکا راوسته او د ټولو په زړونو کې يې نوې هيلې وټوکولې چې دا ملت ژوندی دی او هيڅوک يې يرغمل نشي ساتلی! pic.twitter.com/P8aIzKvzIn
— Ashraf Ghani (@ashrafghani) October 25, 2021
بل پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي هم په ټویټر د لوبې په بريا اومبارکي ويلې ده،
"د افغانستان د کرکټ د ملي لویډلې پر بریا خوښي څرگندوي او ټولو هېوادوالو ته د دغې سترې بریا مبارکي وایي".
د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د کرکټ نړیوال جام سیالیو کې د سکاټلند پر وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي لویډلې پر بریا خوښي څرگندوي او ټولو هېوادوالو ته د دغې سترې بریا مبارکي وایي. حامد کرزی همداراز د ملي لوبډلې د اتلانو ښکلې او په زړه پورې لوبه چې په نتیجه کې یې… pic.twitter.com/7qUol3avBC
— Hamid Karzai (@KarzaiH) October 25, 2021
په افغانستان د واکمن طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم په ټویټر ویلي، "د نړیوال جام په روانو شل اوریزو سیالیو کې د افغان لوبډلې د بریا له امله ټولو هیوادوالو ته مبارکي وایو. د یادې لوبډلې اتلولي ستایو او په راتلونکې د نورو بریاوو هیله ورته کوو".
د نړیوال جام په روانو شل اوریزو سیالیو کې د افغان لوبډلې د بریا له امله ټولو هیوادوالو ته مبارکي وایو.د یادې لوبډلې اتلولي ستایو او په راتلونکې د نورو بریاوو هیله ورته کوو.
— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) October 25, 2021
د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم د افغانستان لوبډلې ته اومبارکي ویلې ده.
هغه په ټویټر ويلي، "په خپل وطن کې د مشکلاتو سره مخ افغان لوبغاړي د لوبې برخه جوړ شوي، ګټه يې په خپله نوم کړه او افغان لوبډلې د غېر معمولي عزم وهمت څرګندونه وکړه".
Congratulations to the Afghanistan cricket team on their convincing win against Scotland. Despite all the trials & tribulations their country is going through, the Afghan team showed great strength & determination to play & win.
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) October 25, 2021
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين او نورو ډېر ګڼو خلکو په ټولنيزو رسنیو افغان لوبډلې او افغان ولس ته په دغه بريا اومبارکي وېلې ده.