د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن پوله د هر ډول تګ راتګ دپاره پرانستل شوه

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د چمن سپين بولدک پوله د هر ډول تګ راتګ دپاره د نن (2 نومبر) څخه پرانستل شوه. دا پوله د اکتوبر په لومړو کې طالبانو د افغانستان د لوري تړلې وه.

د پاکستان د بلوچستان صوبې د چمن ضلعې مرستيال کمشنر جمعه داد خان مندوخېل په وېنا د افغان طالبانو سره یې ناسته شوې او د پولې د خلاصولو په سر يې خبرې کاميابې شوي او د تير ماښام څخه پوله پرانستل شوې ده.

چمن چې د افغانستان د کندهار سره پوله لري طالبانو په دې تور تړلې وه چې پاکستان ته د تګ راتګ په وخت پاکستاني چارواکي افغانان ځوروي، خو پاکستاني چاوراکو هغه وخت هم دغه تور رد کړی وو.

د چمن د پولې پرانستو په سر خبرو کې پاکستاني چارواکو او طالب مشرانو خبرې کړي او پرېکړه یې کړې چې د کندهار په کره يا اصلي تذکره چې نقل يا کاپي نه وي، خلک کولی شي چې د چمن په پوله را واوړي او بيا د چمن په شناختي کارډ به خلک کولی شي چې پورې غاړې ته واوړي.

په 15 اګست په کابل کې د طالبانو په واک کې د راتلو وړاندې هم دغه ډول خلکو ته په پوله د تګ راتګ اجازه وه، خو د طالبانو د راتګ وروسته د افغانستان نه خلکو ته د ورځې په سر يواځې د سپين بولدک په تذکره د شپږو ساعتونو پورې د سهار د اته بجو نه تر دوه بجو پورې د تګ راتګ اجازه ورکول کېده.

د چمن د پولې تړل کېدو سره عام خلک او سوداګرو ته سختې ستونزې جوړې شوې او وخت په وخت د دغه پولې د بندېز پرضد احتجاجونه هم شوي وو.

د پولې پرانستو په سر د تيرو څو ورځو راهسې خبرې روانې وې.

په اوسنۍ تازه پرېکړه کې ويل شوي په پوله به ناروغانو ته خصوصي اجازه ورکړل کيږي او پوله به د سوداګرۍ دپاره 24 ساعته پرانستې وي.

د پولې د پرانستو د پرېکړې وروسته په پوله د سيمنټو اېښودل شوي بلاکونه لرې کړل شوي او نن د نهې/ سه شنبې د سهار اته بجو راهسې خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوې ده.

ويل شوي طالبانو په پوله د عامو خلکو په خپلو پښو يا پياده تګ راتګ دپاره د 12 ساعتونو غوښتنه کړې خو د سهار د پولې پرانستو وخت ورکړل شوی او د ماښام د پولې د بندېدو کره وخت په اړه سم مالومات نه دي ترلاسه کړی شوي.