T20 نړيوال کپ سيمي فاينل، اسټريليا پاکستان ته ماتې ورکړه، فاينل ته ورسېد

د ټي ټوينټي نړیوال کپ په سيمي فاينل سيالۍ کې د اسټریليا لوبډلې د پاکستان لوبډلې ته په پينځه وکټو ماتې ورکړه او فاينل ته ورسېده.

پاکستانۍ لوبډلې د اسټريليا لوبډلې ته د 177 رنزونو هدف ورکړی وو.

په دوبۍ کې د ترسره شوې سيمې فاينل سيالۍ ټاس/ پچه د اسټريليا لوبډلې ګټلی او پاکستانۍ لوبډلې ته يې لومړی بېټنګ ورکړی وو.

پاکستان په ټاکلو 20 اوورونو کې په څلورو لوبغاړو اوټ کېدو 176 رنزونه جوړ کړي وو.

د اسټريليا په لوبغاړو کې ډېوډ وارنر 49، سټونس 40 او مېتهيو په 17 بالونو 41 رنزونه جوړ کړه او سیالي يې وګټله.

په پاکستاني بالرانو کې شاداب خان څلور لوبغاړي اوټ کړه.

له دې وړاندې په پاکستاني لوبغاړو کې زيات 67 رنزونه محمد رضوان جوړ کړي وو.

فخرزمان، بابر اعظم 39، اصف علي صفر او شعېب ملک رنزونه جوړ کړي وو.

پاکستان ته په ماتې ورکولو سره به د اسټريليا لوبډله په 14 نومبر د نیوزي لېنډ کرکټ لوبډلې سره په فاينل کې مخامخ کيږي.

پاکستان له دې وړاندې پينځه سيالۍ کړې او پينځه واړه يې ګټلې وې، اسټريليا په پينځه سيالیو کې څلور ګټلې وې.