د سکواش لوبغاړی عمېر وایي نړۍ ته به له سکواش سره د پښتنو تړلی نوم بیا وښیي

Your browser doesn’t support HTML5

له څو لسيزو راهيسې سکواش لوبه د پاکستان د پښتنو تر منځ ډېره مشهوره ده، چې د هاشم خان، جهانګير خان او جانشېر خان په څېر مشهور نړيوال ستوري هم په کې تېر شوي دي.

په پېښور کې اوس بیا د سکواش لوبې لپاره هلې ځلې پیل شوې دي، په دغو کې یو تکړه لوبغاړی عمېر دی او هغه وایي غواړي بیرته له سکواش سره د پښتنو تړلی نوم نړۍ ته وښیي. تفصیل د وي او اې ډیوه د خبریال احسان محمد خان په رپوټ کې: