ماسکو: د امریکې او روس استازي په افغانستان کې پر خپلو ګډو ګټو غږېدلي

واشنګټن ـــ د افغان سولې لپاره د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټامس ویسټ یورپ او اېشیا ته د سفر په ترڅ کې روس ته تللی او هلته یې له روسي چارواکو سره د افغانستان د روانو حالاتو او د طالبانو د حکومت په اړه خبرې کړې.

د افغانستان لپاره د امریکې او روس ځانګړو استازو ټامس ویسټ او ضمیر کابلوف او د روس د امنیت شورا مرستیال سیکرټري الکسانډر وینډیکټوو نن په ماسکو کې سره لیدلي او د افغانستان په اړه یې خبرې کړې دي.

ټامس ویسټ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په دغه لیدنه کې دواړو لوریو په افغانستان کې د ګډو ګټو او له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د ژمنو د عملي کولو پر اړتیا خبرې کړي دي.

ضمیر کابلوف له ټامس ویسټ سره تر کتنې وروسته د روس آر ای اې نوواسټي خبري ایجنسۍ ته ویلي، د افغانستان پر ټولو ستونځو یې خبرې کړې دي، کابلوف وایي که څه هم طالبان هڅه کوي پر خپلو ژمنو عمل وکړي، خو وایي د هغوی هڅې ډېرې پڅې دي.

ټامس ویسټ د زلمي خلیلزاد تر استعفا وروسته د تېري اکتوبر میاشتې پر 18مه د افغان سولې په چارو کې د امریکې ځانګړی استازی وټاکل شو او دا لومړی ځل دی چې هغه ماسکو ته په رسمي سفر تللی دی خو له روسي چارواکو سره د لیدنې تفصیلي معلومات یې نه دي خپاره شوي.

ښاغلی ویسټ له افغانستان سره تړلې ډیپلومېټیکې هڅې پر مخ بیایي او د امریکې د بهرنیو چارو وزوارت لوړپوړو چارواکو ته مشورې ورکوي.

دغه امریکايي ډیپلومېت همدارنګه په کابل کې د امریکې د سفارت د همږغۍ چارې هم تر سره کوي چې اوس مهال د قطر مرکز دوحې ته منتقل شوی دی او په دې کار سره غواړي په افغانستان کې د امریکې ګټې خوندي شي.

ټامس ویسټ د نومبر پر اوومه یورپ او په ځانګړې توګه اېشیايي هیوادونو ته خپل سفر پيل کړ. نوموړي تر خپل سفر مخکې ویلي وو چې له خپلو متحدینو او د امریکې له شریکانو سره به د افغانستان په اړه د وروستیو اقداماتو په اړه خبرې وکړي.

ویسټ هغه مهال ویلي وو "نړیواله ټولنه د دې لپاره چې د افغانستان په مسائلو کې ګټوره پاتې شي، باید یو ځای عمل وکړي."

د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ د افغانستان پر حالاتو د ټرایکا پلس په نوم ډلې په اسلام اباد کې غونډه کړې وه او له طالبانو یې غوښتي وو چې ټولګډ حکومت جوړ کړي او د افغانستان د ټولو وګړو د حقونو درناوی وکړي.

په دې غونډه کې د امریکې او روس د ځانګړو استازو ټامس ویسټ او ضمیر کابلوف په ګډون د چین او پاکستان استازو هم ګډون کړی وو او پر طالبانو یې ږغ کړی چې ښځو او نجونو ته د تعلیم او په ټولو ډګرونو کې د کار کولو موقعې ورکړي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د امریکې او د طالبانو د حکومت تر منځ د دویم پړاو مذاکرات به کله پیل شي، خو تر دې مخکې امریکايي چارواکو او د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړي استازي ویلي وو چې واشنګټن له طالبانو سره د خبرو د نوي پړاو لپاره په دوحه کې چمتووالی نیسي.

د اګست میاشتې له پینځلسمې راهیسې چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي، تر اوسه ‌یې حکومت د نړۍ هیڅ یوه هېواد هم په رسمیت نه ‌دی پېژندلی.