سپريم کورټ کې د علي وزیر د ضمانت په خواست اورېدنه تر 29 نومبر پورې وځنډول شوه

د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ علي وزیر وکیل وايي، د سيند صوبې د لوی څارنوال (پراسيکیویټر جنرل) د غېر موجودګۍ له امله د علي وزير د ضمانت په خواست اورېدنه تر 29 پورې وځنډول شوه.

نن د جمعې په ورځ (26 نومبر) د علي وزير وکیل صلاح الدين ګنډا پور وويل، هغه په اسلام اباد کې سپريم کورټ ته حاضر شو، خو د سيند صوبې د پراسييکیوټر جنرل لخوا عدالت ته خواست شوی وو چې هغه په کراچۍ کې د چيف جسټس د موجودګۍ له امله نه سپريم کورټ ته نه دی راغلی، ځکه په دغه خواست د اورېدنې دپاره بله نېټه وټاکل شوه.

نوموړي وويل عدالت ته یې نن خواست وکړو چې دا کېس د يو وګړي د ازادۍ مسله ده نو د دې قضيو په اورېدنه کې وخت نه لګي، ځکه عدالت بيا په دې کې د اورېدنې دپاره زر بله نېټه وټاکله.

هغه وويل، جسټس سردار طارق مسعود، جسټس امين الدين او جسټس جمال مندوخېل درې کسيزه بنچ نن د علي وزیر د ضمانت په خواست اورېدنه وکړه.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين په ټویټر ويلی، "د علی وزیر بشمول د تحریک د قید ملګرو د پاره به په 28 نومبر په کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه لویه جلسه وي".

د علي وزير د ضمانت دپاره سپريم کورټ ته په کراچۍ رجسټرۍ کې د روان کال د جون په مياشت کې خواست شوی وو.

صلاح الدين ګنډا پور وايي هغه بيا په دوېم نومبر سپريم کورټ ته خواست کړی وو چې د علي وزیر په ضمانت کې ډېر وخت وشو، ځکه په دې خواست دې زر تر زره اورېدنه وشي.

علي وزیر د تیر کال د دسمبر د مياشتې راهسې د پي ټي اېم د مشرانو پرضد جوړه مقدمه کې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی.

دغه مقدمه چې په کراچۍ کې د پي ټي اېم د شپږم دسمبر 2020 د جلسې وروسته درج شوې، په ياده مقدمه کې تور لګولی شوی چې جلسې ته وېنا کوونکو د رياست او رياستي ادارو پرضد د کرکې او شر ډکې وېناګانې کړي دي.

په دغه مقدمه کې يواځې علي وزیر په زندان کې دی او عدالت پکې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين او د قامي اسمبلس غړی او د قومي جمهوري ګوند (اېن ډي اېم) مشر محسن داوړ او دوه نور کسان اشتهاري ګرځولي دي.

په ياده مقدمه کې د علي وزير د ضمانت خواست اول د ترهګرۍ د مقدمو اورېدونکې عدالت د روان کال د فرورۍ په میاشت کې، بيا د سيند هايکورټ په لومړي جون د هغه د ضمانت خواست رد کړی وو.

د علي وزیر دپاره په وروستيو پي ټي اېم احتجاجي مظاهرې اعلان کړي، عوامي نيشنل ګوند او په لاهور کې د عاصمه جهانګیر په کانفرنس کې هم د علي وزير د خوشي کولو غوښتنه شوې وه.