پښتون ژغورنې غورځنګ: نن په کوټه کې د علي وزیر او مظلومو قامونو لپارہ جلسه کوو

کوټه ـــ د پښتون ژغورنې غورځنګ د بلوچستان ايالت په مرکز کوټه کې نن جلسه کوي، چې د ګډونوالو لپاره ځای تيار شوی او د جلسې پوره تياري نيول شوې ده، خو حکومت د دې تحریک د مشر منظور پښتین پر ورتګ بندیز لګولی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د بلوچستان د مشر نور باچا په خبره د غورځنګ مشر منظور احمد پښتين او نور ډيری مشران کوټې ته رارسېدلي دي او په جلسه کې به ضرور شرکت او مهمې ويناوي کوي.

نور باچا وایي د کوټې د تاریخ به تر ټولو غټه جلسه وي، باچا وي او اې ډیوه ته وویل دلته به د مظلومو قامونو لپارہ یو ډېر زورور ږغ پورته کېږي:

"له پینځوس زرہ تر شپېتو زرو خلکو د ناستې ځای مو جوړکړی، د عوامي نېشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بي این پي، ھزارہ ګان وروڼه او زوموږخویندې او وروڼه به شرکت کوي".

د بلوچستان ايالتي حکومت پر نهم نومبر د منظور پښتین په شمول د پي ټي ايم پر مشر تابه بلوچستان ته پر داخیلدو د ۹۰ ورځو لپارہ بنديز هم لګولی دی.

د ياد بنديز په اړہ د بلوچستان ايالت د کورنيو او قبايلي چارو محکمې یوہ اعلاميه خپرہ کړي، چې پکې ليکل شوي د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشرتابه منظور پښتين، محسن داوړ، علي وزیر، سید عالم مسيد، عبدالله ننګيال او ثنا اعجاز باندې په ايالت کې د امن د ساتنې د 1960م د ارډيننس يا قانون په مد کې د داخیلدو بندیز لګول شوی.

په اعلاميه کې زياته شوې چې ياد کسان له 11 نومبر 2021م څخه تر اتمې جنورۍ 2022 م پورې د بلوچستان ايالت يوې ضلعې ته هم د داخېلدو اجازت نه لري.

د پي ټي اېم مشر منظور پښتين پر ټويټر ھغه وخت د دغې اعلاميې په ځواب کې ليکلي، پي ټي اېم د امن غوښتنه کوي، هغه څوک چې امن ته ترې خطره ده ازاد ګرځي:

"د بلوچستان حکومت راباندې يو ځل بيا صوبې ته په ورتګ بندېز لګولی دی، د برتانيې کالونيل رياست به هم دغه شان کول، دا ډول جرمي چلند بايد ودرول شي"۔

ياده جلسه د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري د اعلان شوو احتجاجي جلسو د لړۍ برخه ده، دا جلسه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او د پاکستان د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزير او د غورځنګ د نورو فعالانو د قيد او بند پر ضد ده۔

علي وزیر 2020م کال د دسمبر له مياشتې راهيسې د پي ټي اېم د مشرانو پرضد په جوړه شوې مقدمه کې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی.

دغه مقدمه چې په کراچۍ کې د پي ټي اېم د شپږم دسمبر 2020م له جلسې وروسته درج شوې، په ياده مقدمه کې تور لګولی شوی دی چې جلسې ته وېنا کوونکو د رياست او رياستي ادارو پرضد د کرکې او شر ډکې وېناګانې کړي دي

په دغه مقدمه کې يواځې علي وزیر په زندان کې دی او عدالت پکې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين او د قامي اسمبلس غړی او د قومي جمهوري ګوند (اېن ډي اېم) مشر محسن داوړ او دوه نور کسان اشتهاري ګرځولي دي

د علي وزیر لپاره په وروستيوکې پي ټي اېم احتجاجي مظاهرې اعلان کړې، عوامي نيشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او په تېرو وځو کې په لاهور کې د وتلې وکيلې عاصمه جهانګیر په ياد کي جوړ شوي کانفرنس کې شرکت کونکو هم د علي وزير د خوشي کولو غوښتنه کړې۔

د پاکستان سپریم کورټ علي وزیر د ضمانت لپاره د ورکړل شوي درخواست بله اورېدنه د نومبر پر ۲۹مه ور بللې ده. دا پرېکړه د نومبر په ۲۶مه په اسلام اباد کې د سپريم کورټ د جسټس سردار طارق مسعود په مشرۍ درې کسيزہ بینچ کړې ده.