ملالې د بلينکن سره د افغان جينکو د تعليم او ښځو د حقونو په اړه خبرې کړي

د جينکو د تعليم دپاره په نړيواله کچه مبارزه کوونکې، نوبېل جايزه ګټونکې ملاله يوسفزۍ د امریکې د بهرنيو چارو وزیر انتوني بلينکن سره ليدلي او په افغانستان کې د جينکو د تعليم او ښځو د کار د حقونو په اړه يې ورسره خبرې کړي دي.

د خبريالانو په وړاندې انتوني بلينکن، ملاله يوسفزۍ ته هرکلی ويلي او د جينکو د تعليم دپاره يې د هغه مبارزه ستايلې ده.

بلينکن ويلي، د امریکا او صدر بايډن دپاره د ښځو او جينکو تعليم مهم دي، او ملاله چې په دغه لړ کې کوم کار کوي هغه د رڼا لار ده.

نوموړي زياته کړه هغه خوښ دی چې ملاله به په دغه لړ کې نن د هغه په وړاندې کوم وړاندېزونه کوي.

په دغه مهال ملاله يوسفزۍ وویل، د تعليم په اړه د ښځو د برابرۍ خبره وشوه، نو ياد ساتل پکار دي چې د افغان ښځو او جينکو نه د هغو د تعليم حق تروړل شوی دی.

ملالې وويل افغانې جينکۍ دا وخت د پوهنتون په کچه د تعليم څخه بې برخې شوي دي، او هغه لګيا ده د افغان ښځو او فعالو سره کار کوي او دوی ټول وايي چې کار کول او تعليم د دوی بنيادي حق دی.

اغلې يوسفزۍ د بلينکن په وړاندې د 15 کلنې افغانې جينۍ ستوده خط هم واورولو.

هغې وويل په خط کې ليکل شوي چې، "د څومره اوږد وخت پورې د جينکو دپاره د زده کړو مرکزونه (تعليمي ادارې) تړلې وي، هغوی به د یو غوره راتلونکې څخه بې برخې وي، د سولې او خونديتوب دپاره د ښځوتعليم مهم دی، او د ښځو د تعليم لړۍ دوامداره نه ساتل به په افغانستان هم اغېزې کوي. د يوې جينۍ په حېث، د انسان په حېث زه تاسو ته ویل غواړم چې زما هم حقونه دي. د نړۍ د نورو انسانو په څېر په امن اوسېدل، تعليم ترلاسه کول او لوبې کول د افغانانو هم حق دی".

ملالې وویل په امریکا او ملګرو ملتونو ټينګار کوي چې په دغه برخه کې په ګډه کار وکړي، چې افغانې جينکۍ سکولونو او کالجونو ته بيرته لاړې شي، ښځې بيرته کارونو ته ستون شي، او په انساني بنیادونو دې د دې هدف دپاره اړين او سمدستي ګامونه پورته کړی شي.

ملاله يوسفزۍ د امریکې د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن سره د افغانانو جينکو او ښځو د تعليم او حقونو څرګندونې په داسې حال کې کړي چې په 15 اګست طالبانو افغانستان په واک کې اخستی دی.

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په نړيواله کچه د ښځو د کار د حق او جينکو د تعليم څخه بې برخې کېدو باندې اندېښنې څرګنديږي.