د ټي ټي پي بريدونه سېوا کېدل به په افغان طالبانو فشار سېوا کړي، څيړونکي وايي

په پاکستان کې څيړونکي وايي د پاکستاني طالبانو (تحریک طالبان پاکستان) د حکومت پاکستان سره د ډز بندۍ نېټه نه غځول او بريدونه جاري ساتل به په افغان طالبانو فشار زيات کړي.

په افغانستان کې په واک کې راغلو طالبانو بيا بيا ويلي چې خپله خاوره به د کوم بل هېواد په ضد نه کاروي خو څيړونکي وايي چې د پاکستاني طالبانو پرضد دوی سخت ګامونه نه شي پورته کولی.

د اسلام اباد اسلامک انټرنېشنل پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې مشر ډاکټر منظور افريدی وايي، په افغانستان کې واکمنه طالبانو نړۍ ته بيا بيا ويلي چې د دوی خاوره به د کوم بل هېواد په ضد نه کارول کيږي، خو نوموړی وايي که پاکستاني طالبان د ډز بندۍ ختمولو وروسته د افغانستان د خاورې پاکستان لوري ته بريدونه کوي، دا په افغانستان کې په واکمنو طالبانو فشار زيات کړي.

د زيارت په ورځ (نهم) د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) د پاکستان د حکومت سره د يوې مياشتې ډز بندي ختمه کړې او تور يې لګولی چې د حکومت سره يې چې کومه معاهده شوې، د پاکستان پوځ او اسټبلشمنټ په هغو کې پاتې راغلی دی.

د ډز بندۍ د ختمولو په دوېمه ورځ ټي ټي پي نن د خالي په ورځ د خېبرپښتونخوا په ټانک ضلع کې د پوليو ضد څاڅکو د ټيم په ساتنه مامورو سرتيرو باندې د بريد زمه واري منلې ده.

د ټي ټي پي د ډز بندۍ نه غځولو بيان ته د پاکستان حکومت تراوسه کوم غبرګون نه دی ویلی.

خو په وروستيو کې د افغان طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد عرب نيوز نومې خبري ادارې ته په خبرو کې ویلي، چې ټې ټي پي د تنظيم په حېث د امارت اسلامي برخه نه ده او نه د دوی اهداف يو شان دي.

خو په 15 اګست د افغان طالبانو په واک کې د راتلو وروسته تحريک طالبان پاکستان د دوی بېعت اعلان کړی وو.

د پاکستان د پوځ پخوانی بريګډير سيد نزير وايي افغان طالبان لا هم د پاکستاني طالبانو خلاف کوم سخت ګام نه شي پورته کولی ځکه چي هغوي په ګڼو محاذونو مسلې لري او بيا د ټي ټي پي خلاف کارروايي کول، کېدی شي د دې تنظيم غړي ورسره داعش ډلې ته لاړ شي.

ځينې څيړونکي اوس هم په دې نظر دي چې د پاکستاني طالبانو او پاکستاني حکومت ترمينځه د ډز بندۍ او خبرو بيا پېل کولو دپاره افغان طالبان بيا هڅې پېلوي، خو د افغان طالبانو لخوا په رسمي ډول په دغه اړه کوم بيان مخې ته نه دی راغلی.