په هند کې هم د افغانستان په اړه غونډه کې د اسلامي هېوادونو استازو ګډون کړی

د افغانستان په اړه که يو لور ته په پاکستان کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ تنظیم (او ايي سي) غونډه شوې نو بل لور ته په هند کې هم دغه رنګ يوه غونډه شوې او د پینځه اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پکې ګډون کړی دی.

په نوي ډهلي کې د اتوار/ يکشنبې په ورځ د هند د بهرنيو چارو وزير اېس جې شنکر په کوربه توب د (هند منځنۍ اسيا ډايلاګ) د سرخط لاندې خبرو کې د قازقستان، کرغزستان، تاجکستان، ترکمانستان ا ازبکستان د بهرنيو چارو وزيرانو ګډون کړی دی.

د وي او اې اردو د خبر ترمخه په غونډه کې په سمدستي ډول د افغان ولس د مرستو غږ شوی او ټينګار شوی چې د افغانستان خاوره دې د ترهګرو دپاره د پناه، روزنې، او ترهګرۍ د پلانونو او مالي مرستو دپاره ونه کارول شي.

په غونډه کې ويل شوي چې ترهګرو ته پناه ورکول، د پولې د پورې غاړې نه ترهګري او مالي مرستې يې کېدل، تندروه فکر ته وده ورکول به د انسانيت د بنيادي اصولو او نړیوالو اړيکو پرضد وي.

په ياده غونډه کې د سيمه ييزه اړيکو په اړه هم خبره او ټينګار شوی چې د پراخه شراکت دارۍ، ځايي لومړيتوبونو، مالي ثبات او ټولو هېوادونو خپلواکۍ او سيمه ييزه يو والي بنيادي اصولو ته دې وده ورکړی شي.

د غونډې په اړه ګډ بيان کې ویل شوي چې د بهرنيو چارو وزيرانو ټينګار کړی چې څوک د ترهګرۍ دپاره منصوبې جوړوي، او مالي مرستې يې کوي هغو ته به ځواب هم ورکول وي او د عدالتي اصولو ترمخه به يې پرضد کارروايي کولی شي.

په غونډه کې د افغان د ولس په انساني بنيادونو د مرستو کولو ويل شوي او د افغان خاورې د ترهګرۍ دپاره نه کارېدو ویل شوي دي.

دغه هېوادونه چې په هند کې يې د افغانستان په اړه غونډه کې د بهرنيو چارو وزيرانو ګډون کړی دوی هم د اسلامي هېوادونود همکارۍ د تنظیم غړي دي، خو په اسلام اباد کې ترسره شوې غونډه کې نورو پلاو ګډون کړی دی.