عمران خان د هکله-ډېره اسماعيل خان موټر وی پرانسته وکړه

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اسلام اباد سره نزدې د هکله څخه ډېره اسماعیل خان ته د موټر وی لارې پرانسته وکړه.

د موټروی د پرانستې دستورې ته په وېنا کې عمران خان وويل، د چين- پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سي پېک) په پروژه کې وړاندې زيات کار په ختيځ پنجاب کې شوی دی.

هغه وويل د دې اوسني لويديځ روټ به ډېرې ګټې وي، د اووه ساعتونو نه چې سفر درې ساعتونو ته شي ډېر ګټې به ولري او په خپله به پرمختګ وشي.

عمران خان وويل، د پاکستان غټه مسله غبن دی او زياته يې کړه د 2013 نه تراوسه پورې قيمتونه ډېر سېوا شوي، خو په کال 2013 کې چې کوم سړکونه جوړېدل په هغې حساب اوس په ارزانه بيه سړکونه جوړيږي د هغې مطلب دا وو چې هغه وخت ډېرې پېسې غبن کېدې جېبونو ته تلې، خلک پېسې جوړولې.

په کال 2013 کې په پاکستان کې د مسلم ليګ ن ګوند حکومت وو.

عمران خان وويل، که پېسې غلا شوی نه وې ډېر سړکونه به جوړ شوي وو او تور يې ولګوو چې لږ تر لږه يوزر اربه روپۍ د خلکو جېبونو ته تللي دي.

عمران زياته کړه، د حکومت په پاتې موده کې به د سي پېک په لويديځ روټ زیات کار کوي.

د سرکاري ميډيا ترمخه د هکله څخه تر ډېره اسماعیل خان پورې 293 کلوميټره موټر وی باندې 11 انټرجېنجې، 36 پلونه او 33 فلايي اوورې او 119 انډر پاسې جوړې کړی شوي دي.