د پاکستان وزيراعظم ته د پوځ مشر او استخباراتي ادارې مشرانو په افغانستان کې بدلېدونکو حالاتو باندې احوال وړاندې کړی دی.
د اطلاعاتو وزير فواد چودري نن د زيارت/پنجشنبې په ورځ (13جنورۍ) په ټویټر ويلي دغه لیدنه پرون شوې ده.
هغه ويلي، "پرون وزیراعظم (عمران خان) د ايي اېس ايي د مرکز سفر کړی، د پوځ مشر، د ايي اېس ايي مشر او د هغه ټيم وزیراعظم ته افغانستان په بدلېدونکو حالاتو تفصيلي احوال وړاندې کړی دی".
هغه ويلي، "زمونږ مقصد افغانستان باثباته جوړول دي، او د هغې دپاره پاکستان ډېر کار کړی دی، نن نړۍ د پاکستان نظر ته نزدې راځي".
کل وزیر اعظم نے آئ ایس آئ ہیڈکواٹرز کا دورہ کیا آرمی چیف ،ڈی جی آئ ایس آئ اور ان کی ٹیم نے وزیر اعظم کو افغانستان کی بدلتی صورتحال پرتفصیلی بریفنگ دی ہمارا مقصد افغانستان میں استحکام یقینی بنانا ہے اور اس کیلئے پاکستان نے بہت کام کیا ہے،آج دنیا پاکستان کے نقطہ نظر کے قریب آرہی ہے
— Ch Fawad Hussain (@fawadchaudhry) January 13, 2022
د پاکستان لوړ پوړو چارواکو وزیراعظم ته د افغانستان په اړه احوال په داسې حال کې وړاندې کړی چې له دې نزدې یوه اوونۍ وړاندې ويل شوي وو د وزیراعظم د ملي امنيت سلاکار معيد يوسف به ډېر زر د لوړ بوړي پلاوي سره د کابل سفر وکړي.
که څه هم د دغه سفر په اړه په دولتي کچه کومه نېټه نه ده ورکړی شوې خو پاکستانۍ ميډیا داسې خبرونه خپاره کړي چې ښايي دغه سفر د 17 جنورۍ څخه پېل شي.
دا افغانستان په اړه په پاکستان کې تازه ليدنې او پرمختګونو په داسې حال کې رامنځته کيږي، چې په وروستيو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پوله (ډېورنډ) باندې د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ پېښې شوې وې.
د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخاار او په افغانستان کې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت دواړو دغه پېښې تاييد کړې وې.
بل لور ته په دسمبر کې د پاکستان د حکومت سره تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د يوې میاشتې ډز بندي هم ختمه کړې ده.
پاکستان ويلي وو په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په خواست د ټي ټي پي سره مذاکرات پېل کړی شوي وو او د دغو مذاکراتو کول د افغان طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي هم تاييد کړي وو.
او بيا پوځي وياند په پينځمه جنورۍ ويلي وو، چې ډز بندي ختمه شوې او د ټي ټي پي پرضد جګړه دوام لري.
په افغانستان کې په 15 اګست د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په پاکستان په امنیتي ځواکونو بريدونه سېوا شوي او پوځي وياند منلې وه چې په 2021 کې د افغانستان سره په پوله حالات مشکل پاتې شوي دي.