د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سيمې سوات د کبل په علاقه کې د يو لاسي بم (هېنډ ګرنېډ) په چاودنه کې دوه کم عمره ماشومان وروڼه مړه شوي، او يو ټپي شوی دی.
په سوات کې د ژغورنې ادارې رېسکيو 1122 ترمخه دا پېښه پرون د ګل/ دوشنبې په ورځ (17جنورۍ) ماښام ناوخته شوې ده.
د سوات د کبل تحصيل د شاه ډېرۍ پوليس تاڼې مشر اېس اېچ او احمدحسېن وي او اې ډیوه سره په خبرو کې دغه پېښه تايید کړه او وې ويل، د ابتدايي مالوماتو ترمخه چې دغو ماشومانو ته چرته لاسي ګرنېډ په لاس ورغلی او ماسخوتن يې په کور کې چاودلی دی.
هغه په پېښه کې د دوه ماشومانو د مړينې او يو ټپي کېده تاييد کړي دي.
نوموړي وويل دغه پېښه چې چرته شوې دا لرې پرته علاقه ده. او د پېښې پلټنې پېل کړی شوي دي.
د ژغورنې ادارې ويلي په پېښه کې ژوبل شوی بل ماشوم د سوات سېدو روغتون ته وړل شوی دی.
پوليس وايي د دغه ماشوم روغتيايي حالت د خطرې نه بهر دی.
په سوات او د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعو کې وخت په وخت دغه ډول چاودنې کيږي او مرګ ژوبلې پکې رامنځته کيږي.
په سوات کې په 2018 کې په مټه تحصيل کې دغه ډول د مارټر ګولې په چاودنه کې درې ماشومان مړه شوي وو.
د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ په سيمه سوات کې په کال 2009 کې د مې په میاشت کې پوځ د طالبانو په ضد عمليات کړي او په درېو مياشتو کې يې د سوات د طالبانو نه پاکولو ادعا کړې وه، او د پوځي عملياتو په ترڅ کې په لاکونو بې کوره شوي خلک بيرته ستانه کړی شوي وو.
که څه هم په سوات کې تندلاريتوب ختم کړی شوی خو د سوات په بېلابيلو برخو کې وخت په وخت د امنیتي کمېټيو مشران او غړي په بريدونو کې وژل شوي دي.
دغه رنګ په علاقه کې د لاسي بمونو د چاودنې پېښې هم رامخې ته کيږي.
پښتون ژغورنې غورځنګ د تيرې يوې مودې راهسې په قبايلي ضلعو او د خېبرپښتونخوا په پاتې برخو کې د ماينونو پاکولو غوښتنه کوي.
د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار په پينځمه جنورۍ ویلي وو، په قبايلي ضلعو کې د ماينونو پاکولو دپاره 95 ټيمونه په ځای کړی شوي دي او د ماينونو پاکولو په وخت امنیتي سرتیري وژل شوي او ژوبل شوي هم دي.