د پاکستان سپرليګ (پي اېس اېل) اووم نن د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (27 جنورۍ) په کراچۍ کې پېل کیږي، د پي اېس اېل اووم په شپږو لوبډلو کې د نورو بهرنیو لوبغاړو سره پينځه افغان لوبغاړي هم په بېلابيلو لوبډلو کې شامل دي.
د پي اېس اېل د وېب پاڼې ترمخه نن د کراچۍ په نيشنل لوبغالي کې د تیر پي اېس اتلولي ګټونکې لوبډله ملتان سلطان او کراچۍ کنګز مخامخ کيږي.
ویل شوي سيالي به د پاکستان د ځایي وخت ترمخه ماښام په اته بجې پېل کيږي.
د پي اېس اېل سيالۍ چې نن په 27 جنورۍ پېل کيږي، د فرورۍ د 27 پورې به روانې وي، نيمې سيالۍ به په کراچۍ او نيمې به په لاهور کې ترسره کيږي.
په پي اېس اېل کې د نورو بهرنيو لوبغاړو سره د افغانستنان پينځه لوبغاړي هم برخه اخلي.
د پي اېس اېل په وېب پاڼه د ورکړی شوو مالوماتو ترمخه په افغان لوبغاړو کې د پېښور زلمي په لوبډله کې حضرت الله ځاځی، په لاهور قلندر کې راشد خان، په کراچۍ کنګز کې محمد نبي، په اسلام اباد يونايټډ کې رحمان الله ګربز او په کوټه ګلېډي اېټرز کې نوين الحق شامل کړی شوي دي.
د پاکستان سپر ليګ شپږم د 2021 سيزن سيالۍ په پاکستان کې پېل شوې خو د کرونا له امله دا سيالۍ ځنډېدلې او بيا متحده عرب اماراتو ته منتقل کړی شوې وې.
سږ کال هم د پي اېس اېل سيالۍ په داسې حال کې کيږي چې په پاکستان کې د کرونا وبا موجوده ده او يو ځل بيا دغه وبا په چټکتیا سره خوريږي.
او دې ځل له ویل شوي چې د سيالۍ نندارې له به یواځې 25 فيصده نندارچيان لوبغالي ته تلی شي، ويل شوي نندارچيانو به ماسک اچولی او ويکسين لګولي وي.
د کراچۍ په نيشنل لوبغالي کې د 33زره نندارچيانو ځای دی.
د امنیت په اړه ویل شوي چې په مجموعي ډول 5650 سرتيري په ځای کړی شوي دي.