فواد چودهري پاکستان کې د تشدد وروستۍ لړۍ ته په جواب کې وایي «د وینې حساب» به اخلي

اسلام اباد ــــ د پاکستان د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چودهري ويلي، رياست به هغه خلکو ته برابر ځواب وایي چې د ترهګرۍ په پېښو کې ککړ وي او رياست به د خپلو ماشومانو د وينې د يو يو څاڅکي حساب اخلي.

د پنجاب په جهلم ښار کې چې په بلوچستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې وژل شوي د دوو پوځي سرتېرو مړي ورته راوړل شوي وو، د خالي- شنبې په ورځ يوې خبري غونډې ته وفاقي وزير وويل:

"په بلوچستان کې د روان تشدد او د ترهګرۍ د پېښو تر شا يو غټ سازش روان دی او په دې کې هيڅ شک نه شته چې بهرني لاسونه د دې تشدد په شا دی".

ياده دې وي چې په تېره يوه اوونۍ کې په کړکېچنه بلوچستان صوبه کې په دوو ترهګر بريدونو کې پينځلس پوځي سرتېرى وژل شوي دي.

د بلوچستان په کېچ ضلع کې په يو وسلوال بريد کې لس پوځي سرتېري وژل شوي وو او بلوچ بېلتون خوښې ډلې بي ايل ايف د دې برید ذمه واري منلې وه.

په ډېره بګتي کې هم په امنیتي عسکرو چادونه او برید کې پینځه عسکر وژل شوي او د بګټي قبيلې د يو مشر په شمول ګڼ شمېر نور د لېویز عسکر اؤ عام وګړي پکې ژوبل شوي دي. په سمدستي توګه ددې برید ذمه واري چا پر غاړه نه وه اخستې.

تر دې وړاندې د افغانستان سره په پوله پروت د بلوچستان چمن ښارګوټي کې د لېویز ځواک يو حوالدار د نامالومه وسلوالو په ډزو وژل شوی وو، چې تحريک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري منلې وه.

فواد چودهري وویل چې دا وخت په پاکستان کې د تشدد دوه قسمه کاروايانې روانې دي، يو مذهبي او بل د ازادي غوښتونکو چې ده "توندروه" وبلل. وایي چې د دوى غوښتنې نه منل کيږي نو دواړه د هيواد د پاره ګواښ جوړ شي.

د اطلاعاتو وزير د کوم اخبار د نوم اخيستلو پرته د بلوچستان کړکېچ او بلوڅان د خپلو وسایلو نه محرومه ساتلو په اړه ليکل شوې يوه اداريه باندې نيوکې وکړې او وې ويل که چرې د چا سړک جوړ نه شي او يا چاته د ګېس کنکشن ورنه کړی شي نو آيا دوى دې بيا خلک وژني.

نوموړي وويل چې په هيواد کې روان د مذهبي او بېلتون غوښتونکو د تشدد کولو هيڅ جواز نه جوړيږي او پر ضد به یې قانون په حرکت کې راځي.

د پاکستان په مختلفو ښارونو کې په امنيتي ځواکونو بريدونه سېوا شوي دي. په دغو بريدونو کې زیاتره په خېببرپښتونخوا، پخوانۍ قبايلي ضلعو او بلوچستان کې شوي او د زیاترو زمه وارۍ لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحريک طالبان منلي دي.

خو د پاکستان هوایي پوځ يو پخوانی جرنيل شهزاد چودهري وایي د تحريک طالبان پاکستان او بلوچ بېلتون خوښو په سوچ کې ډير فرق دی، وایي ټي ټي پي رياست مني خو په هيواد کې اسلامي نظام غواړي خو بل پلو بلوچ بيلتون خوښي د پاکستان رياست نه مني او ازادي غواړي:

"بلوچ بيلتون خوښي رياست چيلنج کوي او هم دغه وجه ده چې دوى په پوځ او رياستي ادارو باندې نېغ په نېغه بريدونه کوي".

شهزاد چودهري زياته کړه چې تېر کال کابل د طالبانو د ولکې لاندې راتلو وروسته پاکستان کې د ترهګرى په پېښو کې ٣٥ فیصده زياتوالی راغلی دی.

څېړونکي وایي په افغانستان کې د طالبانو د واکمنېدو او د افغانستان سره په پوله د سيمو د ازغن تار لګېدو باوجود دلته د ترهګرۍ او د بدامنۍ د پېښو سېوا کېدل د اندېښنې وړ خبره ده او وایي پکار ده حکومت دغه مسله جدي واخلي، د خلکو سره جرګه وکړي او د بدامنۍ د مخنيوي دپاره کلک ګامونه پورته کړي.