د پاکستان د بشري حقونو تنظیم لاهور کې د څلورو پښتنو کارګرو په ورکېدو ژوره اندېښنه څرګنده کړې

واشنګټن ــــ د پاکستان د بشري حقونو کمیشن د لاهور ښار په انارکلي سیمه کې د جنورۍ د 20مې تر چاودنې وروسته د څلورو پښتنو کارګرو په بې درکۍ ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه څلور تنه حفیظ الله، قاسم خان، شفیق او نقیب الله نومېږي.

دې تنظیم غوښتنه کړې چې د دغو کسانو د ځای درک دې ولګول شي او د دوی د بدني سلامتیا او درنښت ضمانت دې ورکړل شي:

"که دوی ـــ یا بې شکه هر څوک ـــ نیول کېږي نو د امنیتي ادارو د کارکوونکو ذمه واري ده چې [قانوني] تګلاره عملي کړي او ښکاره ووایي چې دوی په څه تور نیول شوي او چېرې ساتل شوي دي".

ایچ آر سي پي د شورو- چارشنبې په ورځ پخپل بیان کې ویلي، چې په دغو څلورو تنو کې دوو د جنورۍ په 22مه د لاهور رېلوې سټېشن ته نیژدې ورک شوي، یو بل د جنورۍ پر 26مه هله ورک شوی چې په ساده جامو کې کسان یې فلېټ ته ورغلي او څلور تن هم د ساده جامو کسانو له رکشې را ایستلی او ورک دی. وایي پولیسو لا د وروستیو دوو تنو د ورکېدو په ضد مقدمه نه ده درج کړې.

د بشري حقونو تنظیم دا یو پېژندل شوی خو د پرېشانۍ وړ رجحان بللی، ځکه چې وایي د انارکلي د چاودنې په تړاو دې ته ورته د جنورۍ پر 22مه څلور بلوڅ زده کوونکي هم په لاهور ښار کې نیول شوي او بیا خوشي شوي وو.

د دوو لادرکه کسانو وکیل ایډوکیټ حمید وی او اې ډیوه سره په خبرو کې وایي د دوؤ کسانو حفیظ الله او قاسم خان په اړه یې د لاهور نولکها پولیسو چوکۍ کې مقدمه درچ کړې ده. وایي دې لادرکه پښتنو د کوټې د پښتون اباد سیمې سره تړاؤ لرو د سپیر پارټس کاروبار یې کولو-

محمد ظاهر خان اڅکزی چې د خپل ورور نقیب الله په لټه د جنورۍ په 31مه نیټه په کوټه کې له خپل کور څخه لاهور ته رسیدلی دی، وی او ای ډیوه سره خبرو کې وایي 25 کلن ورور نقیب الله یې د تیرو څو ورځو راهسې بې درکه دی خو پولیس والا د ایف ایي ار درج کولو پر ځائ دوئ ته دصبر او انتظار کولو مشوره ورکوي.

ظاهر خان وایي ورور یې شاوخوا شپږ کاله وړاندې د سوداګرۍ په غرض د کوټې څخه لاهور ته راغلی وو او هغه هیڅکله په څه غیر قانوني فعالیتونو کې لاس نه لري. د ده په وینا په کوټه کې کارونه لږ دي، ځکه یې ورور پنجاب ته لاړو:

"هغه دلته یو کاروبار جوړ کړی ؤ او هره میاشت به یې د 15000 څخه تر 20,000 روپو پورې کور ته ورلیږلې- زموږ په کورنۍ کې ۱۶ کسان شامل دي او موږ په دې پیسو تکیه کوله"

د ډيوه د پوښتنو په ځواب کې د انارکلۍ پولیس ویلي چې ددغو کسانو په اړه څه معلومات نه لري اؤ په دې اړه معلومات د ترهګرۍ د مخنیوې د ادارې څخه تر لاسه کیدای شي. ډیوه په دې اړه د ترهګرې د مخنیوي د ادارې پولیسو سي ټې ډې سره هم د رابطو هځې وکړې خو بریالۍ نه شوې.

د انارکلۍ د چاودني سمدستې وروسته د دغه ځوانانو ورکیدل د لاهور پښتانه خلک په لویه کچه ویرولي او دنا امنۍ په احساس کې مبتلا کړي دي. د نقیب کورنۍ ټینګار کوي چې دولتي چارواکي باید غیر دقانوني لارو پر ځائ د قانون او اساسي قانون په چوکاټ کې دغه پلټنې ترسره کړي.

په هیواد کې د خلکو په زور د لادرکۍ لړۍ یوه سنجیده معامله پاته شوې ده. دبشرې حقونو کارمندان دخلکو په جبر دلادرکۍ تورونه پر امنیتې ادارو لګوي او وایي په هیواد کې دا وخت هم د لادرکه کسانو شمېره د 4000 څخه تر 5000 پورې ده خو امنیتي ادارو بیا وخت په وخت دا تورونه رد کړي دي.