پښتنو ملت پاله ګوندونو د پي ټي اېم په قافله د بريد غندنه، او پلټنو غوښتنه کړې

پښتون ملت پاله ګوندونو د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په قافله بريد په سختو ټکو کې غندلی، د پېښې د پلټنو او په ډزو کې د ککړو پرضد د کارروايۍ غوښتنه یې کړې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ (2 فرورۍ) ویلي د پي ټي اېم په قافله د بلوچستان ژوب ښار سره نزدې ډزې شوي دي او په ډزو کې د پي ټي اېم د بلوچستان صوبې د پي ټي اېم کوارډینېټر یا رابطه کار نور باچا زخمي شوی دی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان صوبې صدر قهار ودان وايي، دوی د پي ټي اېم په قافله چې منظور پشتین پکې وو، د ډزو په سختو ټکو کې غندنه کوو.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، ګوند يې پرون د کوټې په پرېس کلب کې د ارمان لوڼي د تلين په مناسبت غونډه راجوړه کړې او چې کله د دغه پېښې نه خبر شو، غونډه يې د ډزو د پېښې پرضد په احتجاج بدله کړه.

هغه زياته کړه، ګوند يې غوښتنه کوي چې د ډزو په پېښه کې څوک ککړ وي، د هغو پرضد دې کارروايي وشي.

عوامي نيشنل ګوند بلوچستان هم ویلي، د پي ټي اېم په مشر منظور پشتين او غړو یې ډزې کول د بنيادي بشري حقونو سرغړونه ده.

ګوند په ټويټر ویلي، د پښتونخوا نه وروسته دغلته (په بلوچستان) کې حالات خرابول کيږي. ویل شوي په پېښه کې ککړ کردارونو ته دې د ايين لاندې سخته ته سزا ورکړی شي. او عوامي نيشنل ګوند نن د زيارت په ورځ د پېښې پرضد د کوټې پرېس کلب مخې ته د احتجاجي مظاهرې اعلان هم کړی دی.

د عوامي نيشنل ګوند د بلوچستان صوبې نه سېنېټر عمر فاروق د منظور پشتين په کاروان د بريد په کلکه غندنه کړې او ويلي يې دي په لاهور کې د چاودنې وروسته چې د پښتنو سره کوم ناروا سلوک کيږي دغه به ونه زغمل شي.

د قومي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ په منظور پشتین او د هغه په ملګرو بريد ته شرمناک ويلي دي. هغه ویلي رياست په پرامنه فعالانو بریدونو ته دوام ورکړی، خو پښتانه ځوانان به په دغه ډول تشدد ونه ويرول شي.

د ډزو د پېښې وروسته منظور پشتين سره د ملګرو احتجاجي پرلت پېل کړی، د ډزو پرضد د مقدمې او د دوه نيول شوو غړو ادريس او بلال د خوشي کولو غوښتنه یې کړې وه.

بيا ويل شوي د ادريس او بلال د خوشي کېدو او د ژوب د انتظاميې لخوا د مقدمې درج کولو د باور ورکولو وروسته احتجاج ختم کړی شوی دی.

د يادې پېښې وروسته د بلوچستان د کورنيو چارو مشير ضياء لانګو ويلي د اړوندو چارواکو يې د پېښې رپورټ طلب کړی دی.

ضیا لانګو وي او اې ډیوه سره په ځانګړو خبرو کې وويل، "ما له امنيتي ځواکونو او ايډيشنل سيکرېټري څخه رپورټ طلب کړی، په هغه کې به ورته ګورو که پر ولسي او عام کس باندي امنيتي سرتېري ډزې کړې وي له هغه به پوښتنې کيږي".