د خېبرپښتونخوا په نوښار ضلع کې پرون د زیارت/ پنجشنې په ورځ د پوليسو په يو ګاډي وسله وال بريد شوی چې پکې د يو پوليس افسر په ګډون دوه تنه وژل شوي دي، پرون په باجوړ کې هم په اېف ـ سي ځواک چاودنه شوې وه، د دغو دواړو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.
په خېبرپښتونخوا کې د تشدد او بدامنۍ د تازه پېښو په اړه څيړونکی او د پوليسو پخوانی لوړ پوړی افسر اخترعلي شاه وايي، دلته چې څومره ترهګر تنظیمونه دي هغوی اوس هم فعاله دي او هغوی دلته اوس هم د ځان سره خلک ملګري کوي او چې چرته غواړي خپلې کارروايانې کولی شي.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، د حکومت پاکستان سره د ټي ټي پي اوربند هم ختم شوی، او بيا ټي ټي پي ويلي وو چې دوی به کارروايانې شورو کوي او دا د هغې عکس العمل دی چې ترهګر بريدونه سېوا شوي دي.
هغه زياته کړه په پاکستان کې په هر ځای کې د ټي ټي پي پټ مرکزونه شته او چې کله وغواړي نو هغه فعاله کړي او کارروايانې وکړي.
د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار په پينځمه جنورۍ ویلي وو، په اګست 2021 کې چې د افغانستان نه بهرني ځواکونه ناڅاپه ووتل او د هغې له امله د راجوړو شوو حالاتو نېغ اثر د پاکستان په امنیت شوی او پاکستان دغه حالات څاري.
په پاکستان کې د بدامنۍ پېښې وروسته له هغې سېوا شوي چې د تير اګست په مياشت کې طالبان په افغانستان کې په واک کې راغلي وو.
خبريال حقنواز خان وايي، په افغانستان کې چې کله هم څه بدلون راغلی، د هغې ښې او بدې اغېزې په خېبرپښتونخوا، بلوچستان او په ځانګړي ډول په قبایلي ضلعو کې مخې ته راغلي دي.
وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، د تشدد د پېښو سېوا کېدو يو علت د پاکستان د رياست پاليسي واضحه نه ده په دې اړه، که وکتل شي په تيرو څو کلونو کې، د افغانستان د عملياتو سره په پاکستان کې هم عملیات شوي خو په دغو عملیاتو کې هغه ګټې نه دي ترلاسه شوي کومې چې خلک غواړي.
حقنواز خان زیاته کړه، د پاکستان نه چې به کوم خلک افغانستان ته تلل او هلته به يې په شريکه د طالبانو سره عملیات کول او په افغانستان کې چې کوم خلک په واک کې راغله نو د هغو سره همفکره خلک ګڼي چې په پاکستان کې به هم يو څه ترلاسه کړي، که څه هم د هغه په نظر دوی په پاکستان کې نه شي کولی چې هغه رنګ کامياب شي، خو د پاکستان په رياست به يې يو څه فشار ضرور وي.
هغه وویل پکار ده چې د ترهګرۍ پرضد یوه کوټلې پاليسي وي، او د هغې نه ولس هم خبر کړی شي.
د پاکستان د پوځ وياند ويلي وو، په پاکستان کې چې کوم وسله وال، بريدونه او ترهګري کوي پرضد به يې عمليات کولی شي.
هغه ويلي وو تېر کال په ملک کې د ردالفساد په عملياتو کې ټولې ترهګرې ځالې ختمې کړی شوي دي، په 2021 کې د 60زره نه زيات عمليات شوي دي، په 2021 کې 890 تهرېټ الرټس يا د خطرې خبرداری ورکړی شوی او د 70فيصدو مخنيوی پکې شوی دی.
په پاکستان کې د څېړنې یوې غیر حکومتي ادارې ویلي د سږ کال 2022 په لومړۍ میاشت کې په پاکستان کې د ترهګرۍ په 24 پېښو کې 42 کسان وژل شوي دي او د ترهګرو تر ټولو زیاتې حملې په خېبر پښتونخوا کې شوي دي چې پکې 12 بريدونو کې نهه عام وګړي او پينځه امنیتي اهلکار وژل شوي دي.