نړيوالې جريدې (دې اکانومسټ) په خپل څيړنيز رپورټ کې ویلي، په جمهوري فهرست کې د نړۍ په 167 هېوادونو کې پاکستان په 104 نمبر دی، او په دغه رپورټ کې پاکستان ته د نيم جمهوریت يا هايبرډ حکومت درجه ورکړی شوې ده، د پاکستان حکومت په سمدستي ډول دغه رپورت ته غبرګون نه دی ښودلي.
اې اېف پي خبري ادارې چې (دې اکانومسټ) څيړنيز رپورټ خپور کړی چې پکې ويل شوي، چې په کال 2021 کې په نړيواله کچه د کرونا وبا او امریت مخ په سېوا کېدونکي ملاتړ له کبله په جمهوري معيار کې کمی ليدل شوی دی.
د رپورټ ترمخه دا وخت د نړۍ يواځې 45 فيصده ابادي په جمهوريت کې ژوند کوي او په کال 2020 کې د نړۍ د نيمې نه کمه ابادي په جمهوریت کې وه، خو اوس دا رجحان نور هم خراب شوی دی.
تېر کال د دسمبر په میاشت کې د امریکا په کورب توب د جمهوريت په موضوع نړیواله غونډه شوې وه خو پاکستان پکې د ګډون نه معذرت کړی وو.
په پاکستان کې چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت دی، مخالفه ګوندونه د وړاندې نه دا حکومت خوښ کړی شوی يا سلېکټډ حکومت يادوي، خود پاکستان تحریک انصاف حکومت تل ویلي ولس ورته مېنېډيټ ورکړی يا د ولس په رايو جوړ شوی حکومت دی.
په پاکستان کې په جمهوري او پارلیماني نظام نظر لرونکې غېر دولتي څيړنې ادارې پلډاټ مشر احمد بلال محبوب وايي، "په هېواد کې د کمزوري جمهوريت يو علت دا دی چې په سياسي ګوندونو کې په خپله جمهوريت کم ليدل کيږي".
نوموړی وايي "په پاکستان کې د جمهوريت د کمزورتیا بل بنيادي علت د غېر سياسي عناصرو لاسوهنه ده، کله چې جمهوريت لږ ډېر پياوړی کيږي نو مارشل لا ولګي او ايین معطل شي، او بيا جمهوري قوتونه د جمهوریت سفر بيا د سره پېل کړي".
د قومي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) ګوند مشر او د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ وايي، د پاکستان د جوړېدو راهسې په دې سيمه کې د غربي نړۍ ګټو، او د هغوی د پاکستاني جرنېلانو سره ملاتړ په ملک کې جمهوريت کمزوری ساتلی دی.
نوموړی وايي، "که د جمهور يا ولس د رايو مطابق فېصلې نه کيږي نو ظاهره ده د هغو فېصلو نتيجه به هم داسې وي کومه چې مونږ وينو. او که جمهوریت نه راځي او جمهوري اقدار دلته وده نه کوي، نو حالات به ورځ تر بلې نور هم خرابيږي. فېډرېشن د مخکې نه کمزوری دی يوه ديکه ورته پکار ده".
د عوامي نيشنل ګوند مرکزي وياند زاهد خان وايي، د پاکستان د ستونزو يواځينی حل پارلیماني جمهوري نظام دی.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "که دا نه وي نو دا ملک نور نه شي پاتې کېدی، د دې نه مخکې هم چې په دې ملک کې صدارتي نظام او يا ډکټېټران راغلي دي نو دا ملک يې دوه ځايه کړی دی. او په دې وخت کې دې زمونږ دې ملک ته پارلیماني او جمهوري نظام ځکه نه شي ویل کېدی، چې تراوسه پورې قانون سازي په ارډيننسونو باندې چليږي".
دې اکانومسټ په رپورټ کې هندوستان هم نيم جمهوريت ګرځول شوی دی او د جمهوريت په فهرست کې هندوستان دا وخت په 46 نمبر او بنګله دېش په 75 نمبر دی.
په رپورټ کې ویل شوي چې د جمهوريت په فهرست کې چې چرته تر ټولو زيات جمهوریت دی دغه هېواد ناروی دی، او افغانستان په دغه فهرست کې تر ټولو په اخره کې په 167 نمبر دی.
د تېر کال دسمبر په میاشت کې د امريکې صدر جوبایډن په کوربه توب د جمهوريت په موضوع نړيواله غونډه شوې وه، او په دغه غونډه کې د نړۍ د يو شمېر ملکونو مشرانو او د مدني ټولنې فعالانو ګډون کړی وو خو چین، روس او یو شمېر نورو ملکونو ته په غونډه کې بلنه نه وه ورکړی شوې او پاکستان پکې د شرکت نه ډډه کړې وه.
په دغه غونډه کې جمهوریت ته په ورپېښو مسلو او د دغو مسلو د مخنیوي په اړه بحثونه شوي وو.
د غونډې د پرانېستلو په موقع صدر بایډن ويلي وو " د جمهوريت د ساتلو د پاره د يو چېمپين ضرورت وي او زه غواړم چې د دې غونډې کوربه توب وکړم."
پاکستان چې په دغه غونډه کې د ګډون نه معذرت کړی وو، د پاکستان يو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وي او اې ته ويلي وو پاکستان د يو چين په پاليسۍ يقين لري اوپه دې غونډه کې د تاېوان ګډون د دوي د پاليسۍ خلاف دي ځکه پاکستان په د ې غونډه کې ګډون نه کوي.
په دغه غونډه کې په بلل شوو ملکونو پوښتنې ولاړې شوې وې چې ولې ځينو ملکونو ته بللنه ورکړل شوې او ځينو ته نا؟ .
د واېټ هاوس ترجمانې جېن ساکي د دغې بلنو په اړه ويلي وو،" هر ملک په خپل ډول جمهوري آزادي لري او د امريکې لخوا رابلل يا نه رابلل د هغوي د جمهوريت د ښه والي يا بد والي ټاپه نه ده، د دې مقصد صرف هغه خلک رابلل دي چې د جمهوريت په حق کې غږ پورته کوي."
په دغه غونډه د نړۍ د ويشلو نيوکې هم شوې وې خو د سپېنې ماڼۍ وياندې مېرمن سآکي ويلي وو، "دا داسې خبره نه ده چې مونږه پرې د نړۍ نه بخښنه وغواړو."