پاکستان کې يو ليټر پټرول نور 12روپۍ 3پېسې ګران شوي، په حکومت سختې نيوکې شوي

پاکستان کې يو ليټر پټرول نور 12 روپۍ 3 پېسې، هايي سپيډ ډيزل 9 روپۍ 53 پېسې، د خاورو تېل 10روپۍ 8پېسې او لايټ ډيزل 9 روپۍ 43 پېسې ګران کړی شوي، د پاکستان تحریک انصاف په حکومت سختې نيوکې شوي دي.

د پاکستان د خزانې وزارت پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ (15) خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، په نړیوال مارکيټ کې د تيلو د ګرانېدو له سببه وزیراعظم د تیلو د ګرانولو ويلي دي.

د تيلو د نوو بيعو په اړه خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، یو ليټر پټرول د 12 روپو او 3 پېسو ګرانولو سره د 147 روپو او 83 پېسو نه 159 روپو او 56 پېسو ته رسېدلي، ډيزل د 144روپو 62پېسو نه 154روپو او 15 پېسو، د خاورو تېل د 116روپو 48 پېسو نه 126 روپو او 56 پېسو او لايټ ډیزل د 114 روپو نه 54پېسو نه 123روپو او 97 پېسو ته ختلي دي.

له دې وړاندې په لومړۍ جنورۍ يو ليټر پټرول څلور روپۍ ګران کړی شوي وو.

د پاکستان تحریک انصاف په حکومت د تیلو ګرانولو په سر سختې نيوکې شوي دي.

خپله د تحریک انصاف ګوند د قومي اسمبلۍ غړي نور عالم خان په ټویټر د تيلو د نوو بيعو قيمتونه ليکلي او ورسره یې ويلي،

"د دې سره به د هر څيز قيمتونه سېوا شي په مونږ او د پاکستان په ولس رحم وکړئ".

د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان د تېلو قيمتونه سېوا کول رد کړي دي.

د جماعت اسلامي د خېبرپښتونخوا مشر او سېنېټر مشتاق احمد خان ويلي، بې رحمه حکومت په ولس د پټرولو طاقتوره بم غورځولی دی، نوموړی نن په صوبه کې د ګرانۍ پرضد د مظاهرو کولو ويلي دي.

ډېری کسانو بيا د عمران خان د کال 2018 د هغه وخت ټويټ خپور کړی چې کله هغه وزیراعظم نه وو.

نوموړي په دغه ټویټ کې ويلي وو،

"دا د شرم خبره ده څنګه حکومت د کال 2018 په سر کې په ولس د پټرولو بم وغورځولو، په ځای د دې چې په ټېکس کې اصلاحات وکړي، د مني لانډرنګ/ غېر قانونه پېسو د انتقال مخه ونيسي، حکومت لګیا دی په ولس بوج جوړيږي".