پینټاګان:داعش افغانستان کې طالبانو نه زړه توري خلک ځان سره یو ځائ کوي

د امريکې ددفاع وزارت لخوا خپور شوي یو وروستي رپورټ کې ويل شوي چې په افغانستان کې القاعده او داعش خراسان ترهګرې ډلې موجوديت لري خو بيا امکان دی چې القاعده د طالب مشرانو په خوښه غلې پاتې وي۔

په دغه رپورټ کې دطالبانو له واکمنۍ راپدیخوا دداعش خراسان ډلې ترهګرو بريدونو ته هم کتنه شوې ده او پکې ويل شوي چې د اکتوبر نه راپدېخوا داعش حراسان ښایي د موقعې نه ګټه پورته کوي چې د طالبانو مخالفين او د روان حکومت له کميو زړه توري خلک د ځان سره ملګري کړي۔

ددفاعي چارو څېړن کار او دپاکستان دپوځ پخوانی جنرال (ر) طلعت مسعود وي او ای ډيوه ته وايي چې القاعده او داعش چې دواړه په افغانستان کې موجود دي داسې ښکاري چې طالبانو او القاعده ترمنځه تړون هم شوی وي البته د داعش خراسان خبره بدله ده۔

نوموړی وايي که چرې حالات هم داسې روان وي نو امکان دی چې دغه ډله نوره هم پیاوړې شي۔

"دا وخت چې افغانستان کې کوم حالات دي نو په داسې کې هم دا مالومېږي چې دوئ نور هم زور ونيسي او د مايوسۍ د ډک وضعیت له امله له به داعش خراسان د ځان سره پلويان نور هم زياتوي"

رپورټ وايي ډېر امکان دی طالبان د القاعده غړو ته په افغانستان کې د اوسېدو اجازت ورکړي خو موجودګي يې ډېره ښکاره نه وي چې يو خوا ورسره خپلې نظرياتي اړيکي په ځائ وساتي او بل خوا هغه طالبان خفه نه کړي چې د القاعده د غړو سره نزدې دي۔

د دفاع وزارت رپورټ زياتوي داعش خراسان په افغانستان کې د ترهګرو حملو يوه لړۍ پرمخ یوړه چې په کابل کې پکې دوه غټ بريدونه يو د ګڼې ګوڼې ډک د شيعه مسلمانانو په جومات او بل په پوځي هسپتال وؤ، چې پکې د طالبانو يو مشر هم وژل شوی ؤ۔

د داعش حراسان په حساسو ځايونو حملې د طالبانو د بنيادي امنيت په ټينګولو کې کمزوري په ګوته کوي او په داسې کولو داعش په ځايي خلکو کې طالبان غير قانوني کول هم غواړي۔

ددفاعي چارو ماهر دپاکستان دپوځ یو بل افسر بريګیډېر (ریټايرډ)سېد نظير وايي هر څو که طالبان يو شمير نورو ننګونو سره هم مخ دي خو بيا د دغه ډلو مخه نيول هم داسې دي چې په اوسني صورت حال کې یې طالبانو ته قابو کول مشکل دي۔

" تر څو پورې چې دداعش تعلق دی نو واقعي ده چې هغه فعال دي او هغه اوس يو قسم له امبريله يا چتر تنظيم دی په دې چې که د ټي ټي پي، يا احرار يا د نورو شبکو خبرې امن ته رسي يا هغوئ وسله غورځوي يا د هغوی خلاف د طالبانو حکومت عمليات کوي نو بيا به ددغې داعش ډلې سره يوځائ کېږي دغه يو امکان شته"

نوموړي زياته کړه ترڅو چې د القاعده تعلق دی ماته نه ښکاري چې نزدې وخت کې د هغوئ فعاليت مکمن دی او بل په هغوی (القاعده) چې کوم قدغنونه دي هغه هم ډېر سخت دي او د طالبانو نه د هغوئ په هکله نېغ په نېغه غوښتنه ده۔

طلعت مسعود وايي که چرې طالبانو يوازې خپلې دسخت دريځۍ تګلارې ته دوام ورکړو او په نورو اړخونو کې يې کمزورۍ داسې روانې وي نو بيا امکان دی چې داعش خراسان ډله نوره هم خوره شي۔

" يوازې سختي کول او په جينکو او مېرمنو بنديزونو لګولو سره دا صورتحال نه شي قابو کېدلې ۔ ځکه چې دا خو ډېره خطا لاره ده چې طالبانو خپله کړې ده"

دی وايي چې هغه ګامونه به اخستل غواړي چې له مخې يې دافغانستان ولس د مايوسۍ څخه بهر راويستل شي۔

که څه هم افغان طالبانو د امريکا د دفاع وزارت د دغې رپورټ په هکله لا تر دې دمه څه نه دي ويلي خو په وروستيو کې د افغان طالبانو د حکومت مرستيال ویاند بلال کريمي وي او ای ډيوه ته ويلي وؤ چې د افغانستان اسلامي امارت دې ته متحد او ژمن دی چې د افغانستان د خاورې څخه به هېچاته کوم ګواښ نه متوجې کېږي۔

نوموړي دا هم ويلي وو چې اسلامي امارت دهیواد په ټولو چارو او قطعاتو بشپړ کنټرول لري او د خپل مسوولیت له مخې نړۍ ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به دچا په ضد نه شي کارول کېدای۔