پېښور: پندو تاڼه باندې د لاسي بمونو برید کې درې پولیس ژوبل شوي

د خېبر پښتونخوا د مرکزي ښار پېښور په پندو پولیس تاڼه د لاسي بمونو برید شوی چې پکې درې پولیس ژوبل شوي دي.

لاقانونه گرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان د دغه برید زمه واري منلې دہ.

د پندو ټاڼې مشر [اېس اېچ او] رفیق خان وي او اې ډیوہ ته دغه پېښه تایید کړ‎ہ او وې ویل، دا د ترھگرۍ پېښه دہ.

ھغه وویل نن د خالي/ شنبې (19) فرورۍ په سحر شپږ‎ بجې په تاڼه لاسي بمونه (ھېنډ گرنېډونه) ویشتل شوي دي او درې پولیس پکې معمولي ژوبل شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په خېبر پښتونخوا، قبايلي ضلعو او بلوچستان صوبه کې د بدامنۍ پېښې سېواشوي دي.

نزدې نھه ورځې وړ‎اندې د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې په شمالي وزیرستان کې په یوه چاودنه کې دایف سي ځواک شپږ عسکر ژوبل شوي وو.

په شپږمه فرورۍ د پاکستان پوځ ويلي وو په کرمه قبايلي ضلعه کې د افغانستان د پولې ترڅنګ دپولې پورې غاړې نه ترهګریز بريد شوی او پينځه امنيتي سرتيري پکې وژل شوي وو.

د پاکستاني طالبانو تحریک د دغه حملې ذمه واري هم منلې وه.

خو نزدې پینځه ورځې وړ‎اندې د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقب نه ملي ټیلی ويژن [ار ټي اې]پوښتنه کړ‎ې وہ چې پاکستاني چارواکيدعوه کوي چې په پاکستان کې هغه وسله وال بريدونه کوي څوک چې په افغانستان کې پټ دي، د هغه ځای نه بريدونه کوي، هغه دغه دعوه رد کړه.

يعقوب وویل، هغه "دغه خبره ردوي، دوی په قطر کې د دنيا وعده کړې ده چې د افغانستان خاوره به د چا خلاف نه استعماليږي او دویدغه وعدې ته ژمن دي که چرته دنیا وال دغو وعدو ته ژمن پاتې شي، او زياته یې کړه ګاونډي او نورو هېوادونو ته اطمينان ورکوي چې دافغانستان خاوره به د چا خلاف نه استعماليږي هغه وويل دغه الزامونه ردوي او دا هیڅ حقيقت نه لري".

له دغې وړ‎اندې په دوېمه فرورۍ په بلوچستان کې د اېف سي په دوہ کېمپونو بریدونو کې اووہ د اېف سي عسکر او د 20 ترھگرو د وژلودعوہ شوې وہ.

بلوچ لبرېشن ارمي نومې ډلې د دغو بریدونو زمه واري منلې وہ.

په امنیتي ځواکونو د ترسره شوو وروستیو خونړیو بریدونو وروسته په اتمه فرورۍ د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرل قمر جاوېد باجوه هوډ ښکار کړی وو چې پوځ به هیواد نه د ترهګرو،د هغوی دهمکارانو او ملګرو نوغی وباسي.