دچټک شوؤ بریدونو جریان کې دپاکستان پوځ وایي هیواد دامن لوري ته روان شوی

DG ISPR

پاکستان کې په امینتي ځواکونو دچټک شوؤ ترهګریزو بریدونو په جریان کې ددغه هیواد پوځ دعوه کړې چې پاکستان اوس دبې باورۍ د ضعیت نه د امن په لوري روان شوی دی.

خو څېړونکي بیا وایي چې پاکستان کې تندروه اؤ ترهګرې ډلې اوس د وړاندې په پرتله زیاتې پیاوړي شوي اؤ منظم شوي دي هم دغه لامل دی چې پاکستاني طالبان حکومت سره خبرو اترو ته له کښېناستو ډډه کوي.

پاکستان کې دترهګرو اؤ تندلارو په ضد د ردالفساد په نوم دعملیاتو دپینځه کلنې مودې په پوره کېدو پوځ پخپل بیان کې ویلي چې ددې عملیاتو مقصد هیواد نه دترهګرۍ نوغی ویستل اؤ دپاکستان دخلکو حفاظت کول دي.

دپوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار خپل یو بیان کې دپینځوؤ کالو راهسې روان دا عملیات بریالي بلي اؤ وایي اوس هیواد دبې باورۍ نه دامن لوري ته خوځښت پیل کړی دی.

خو پوځ دا دعوه په داسې حال کې کړې ده چې حکومت پخپله مني چې تیرکال داګست میاشت کې دافغان طالبانو لخوا افغانستان کې دحکومت جوړولو راپدیخوا دپاکستان دننه دترهګرۍ پېښې نورې هم سیوا شوي دي.

تحريک طالبان پاکستان سږکال یوازې د جنورۍ مياشت کې د40 نه د زياتو بريدونو ذمه واري پغاړه اخستې چې پکې د10امنیتي عسکرو په ګډون 27کسان وژلي شوي دي.

همداشان د روانې فرورۍ میاشتې په پیل کې د پاکستان پوځ منلې وه چې قبایلي ضلعه کرمه کې د وسله والو په یو برید کې پینځه امینتي سرتیري اؤ په دوېمه فرورۍ د بلوچستان صوبې په پنجګور او نوشکي سيمو کې د اېف سي ځواک په دوه کمېپونو د وسله والو بريدونو کې نهه عسکر وژل شوي وؤ.

د فاټا ريسرچ سنټر مشر منصور محسود وي او ای ډيوه ته ویلي په افغانستان کې دطالبانو واک کې له راتلو او دپاکستاني حکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمنځ د اور بند ختمېدو نه روسته دپاکستان دننه ترهګریزو بریدونو کې ورځ تر بلې زياتوالی روان دی۔

"تحريک طالبان پاکستان بېرته خپلو سیمو ته د راتللو کوښښ کوي، او شمالي او جنوبي وزيرستان کي يې عمليات زيات کړي، ټي ټي پي به پوره کوښښ کوي چې قبايلي ضلعو کې یې دکال ۲۰۰۷ نه کال ۲۰۱۴ پورې کوم واک لرلو، هغه بيا ترلاسه کړي"

دترهګرۍ په چارو ژور نظر لرونکی خبریال طاهر خان هم وایي پاکستاني طالبان اوس د وړاندې په نسبت زیات پیاوړي شوي اؤ منظم شوي دي .

ډیوه سره خبرو کې نوموړي ویلي پاکستاني طالبانو خپل منځي اختلافات ختم کړي اؤ نورې وړې، وړې د تندلارو ډلې هم دټي ټي پي په لیکو کې جذب شوي دي ځکه اوس هغوئ نه خو دپاکستان سره اوربند کوي اؤ نه مذاکراتو ته حاضریږي.

پاکستان کې حکومت مخالفه ګوندونه هم په هیواد کې دترهګرۍ په زیاتو شوؤ پیښو اندیښنې ښایي او دترهګرۍ پېښو کې وروستۍ اضافه د حکومت له اړخه په نیشنل ایکشن پلان د عمل نه کولو سوب بولي.

د پیپلز ګوند سینیټر بهره مند خان تنګي وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي د هیواد په بیلا بیلو برخو کې د ترهګرو بریدونه روان دي اؤ دنیشنل ایکشن پلان دنه عملي کیدو له امله ترهګر یو ځل بیا فعال شوي دي-

د مسلم لیګ نواز ډلې د قامې اسمبلۍ غړي عباد الله خان وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي پیښور په ارمي پبلک سکول د برید وروسته د نیشنل ایکشن پلان په نتیجه کې دشوؤ پوځي عملیاتو له امله په هیواد کې ترهګري تر ډیره حده کمه شوې وه خو هغه وایي اوس د حکومت د غلطو پالیسو او دطالبانو سره دخواخوږۍ له امله ویره لري چې پخواني حالات بیرته جوړ نه شي

وزیراعظم عمران خان روانه میاشت پخپل یو ټویټ کې د ترهګرۍ د پیښو په مقابلې کولو امنیتي ځواکونه ستایلي وؤ او ویلي یې وؤ چې د ترهګرې په ضد جګړه کې ټول قام د خپلو ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دی-