چین: روس په اوکراین کې د عملیاتو لپاره د بېجنګ ملاتړ ته اړتیا نه لري

واشنګټن ــــ پر اوکراین د روس د برید په خلاف د امریکې او نېټو تر غندنې وروسته چین هم پخپل لومړني محتاطانه غبرګون کې ویلي، چې د روس غوندې یو "خپلواک ځواک" په اوکراین کې د عملیاتو لپاره د بېجنګ ملاتړ ته اړتیا نه لري، وایي د روس د پوځي یرغل نه ملاتړ کوي او نه یې غندنه کوي.

د روسي صدر ولادیمیر پوټین له خوا پر اوکراین پیل شویو بریدونو ته د امریکې په ګډون اکثرو یورپي هېوادونو «یرغل» ویلي او وایي دا به یورپ ته نوره جګړه راوړي.

د روس د آر ټي رسنۍ د خبر له مخې د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هووا چونیانګ د پنجشنبې- زیارت په ورځ د خبري غونډې په مهال ویلي، "د امریکې له اشارې سره سم چې وایي چین [په اوکراین] د روس د عملیاتو ملاتړ کوي، زه فکر کوم که روس دا بیان واوري ډېر به خفه شي".

ملګرو ملتونو هم پر یوکراین د روس د «یرغل» په اړه شدیده اندېښنه څرګنده کړې ده. د ملګرو ملتونو عمومي مشر انتونیو ګوتېریش له ولسمشر پوټینه په کلکه غوښتي چې خپل پوځونه بیرته ور ستانه کړي او په یورپ کې د پراخې جګړې د پېښېدو مخه ونیسي.

چین وایي د اوکراین حالات له نیژدې څاري او له ټولو ښکېلو اړخونو یې غوښتي چې له زغمه کار واخلي او ددې مخه ونیسي چې حالات له کنټروله ووځي. د چین د خارجه وزارت ویانده چونیانګ وایي:

"موږ اوس هم هیله لرو چې ښکېلې غاړې به د امن دروازه نه بندوي او خبرې اترې او سلا مشورې به کوي، چې د حالاتو د لا خرابېدو مخه ونیسي".

چین وایي روس د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړی او "خپلواک ځواک یا قوت" دی، وایي په اوکراین کې د روس اقدامات د دې هېواد د خپلو پرېکړو او ملي ګټو په بنیاد تر سره کېږي:

"د چین او روس اړیکې د بې طرفۍ، نادښمنۍ او د درېیم فریق د نه هدف کولو په بنیاد دي، چین په دې کې دلچسپي او اراده نه لري چې د دوست یا دښمن په توګه د سړې جګړې د ذهنیت لاره خپله کړي".

د چین د بهرنیو چارو وزیر په خبري غونډه کې په اوکراین کې د روس عملیاتو ته له «یرغل» ویلو ډډه وکړه او ویې ویل چې د اوکراین کړکېچ نور پېچلی تاریخي پس منظر لري ځکه خو تر نن ورځې پورې دوام لري.