روس ځایي رسنیو ته د اوکراین بریدونو ته د ځای ورکولو له کبله ګواښونه کړي

واشنګټن ــــ د روس حکومت 10 ځایي رسنۍ د شنبې- خالي په ورځ په دې تورنې کړې دي چې وایي په اوکراین کې د روس د «ځانګړو پوځي عملیاتو» غلط انځور او د پېښو په اړه غلط معلومات خپروي، وایي کره معلومات یواځې سرکاري رسنۍ ورکوي.

د روس د مخابراتو، اطلاعاتو او د رسنیو د څارنې ادارې «روسکوم نادزور» دغو رسنیو ته امر کړی چې له خپلو ویبپاڼو دې "شرموونکي" مواد لرې کړي، که نه وي خپلو ویبپاڼو او د مېډیا سرچینو ته رسایي به یې محدوده کړل شي.

روسکوم نادزور ادارې د رسنیو په اړه پلټنه پیل کړې ده، وایي که کومې رسنۍ ولیدل شي چې په اوکراین کې د روس عملیاتو ته یې «یرغل»، «برید» یا «اعلانِ جنګ» لیکلي وو تر پینځه میلینه روبله (60,000 ډالره) پورې جرمانه به پرې ولګوي.

د رایټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې په دغو رسنیو کې چې خبرداری ور لېږل شوی یوه مشهوره رېډیو «ایکو ماسکوي» شامله ده او د «نوایا ګزېتا» [نوې ورځپاڼه] په نوم اخبار هم شامل دی.

رایټرز وایي «نوایا ګزېتا» په روسي حکومت سختې نیوکې کولې. د دې ورځپاڼې مشر مدیر دیمیتري موراتوف دی چې تېر کال د بیان د ازادۍ پر سر نوبل انعام ورکړل شوی وو.

دیمیتري موراتوف پر اوکراین د روس برید ته په غبرګون کې ویلي وو، د ده ټیم "شرمنده او غمجن" دی، وایي پوټین روس د ایټمي جګړې لوري ته بیاي.

نوموړي د فرورۍ پر 24مه پخپله یوه ویډیو کې ویلي وو، له اوکراینیانو سره د خواخوږۍ په توګه به د جمعې په ورځ خپله ورځپاڼه په روسي او اوکراینو دواړو ژبو چاپ کړي، ځکه چې وایي دوی "اوکراین د دښمن په توګه نه پېژني".

په دغو رسنیو کې چې د رېډیو لیبرټي یا ازاد یورپ رېډیو د اوکرایني څانګې یوه سیمه ییزه رسنۍ «کرایمیا.ریالیټیز» هم شامله ده چې د روس حکومت ورته خبرداری ورکړی دی.

د رېډیو لیبرټي مشر جېمي فلای وایي د روس د مخابراتو ادارې غوښتنې به ونه مني:

"د کریملین ګواښونه د اوکراین په ضد د پوټین په غیرقانوني جګړه کې د انساني ارزښتوتونو د وحشیانو حقایقو د پټولو ښکاره هڅه ده".

د روس د دفاع وزارت هم تور پورې کړی چې «نوایا ګزېتا» او نورې رسنۍ هم پرله پسې د اوکراین د «ملتپالو» او د اوکراین د امنیتي ادارې ایس بي یو په له خوا ورکړل شوي "غلط معلومات" خپروي.

د روس د مخابراتو ادارې رسنیو ته ویلي چې "کره معلومات" یواځې د روس له سرکاري معلوماتي سرچینو او رسنیو تر لاسه کولای شي.