امريکا: د روبل قدر کم شوی، اقتصادي بندېزونه روس اغېزمنوي

واشنګټن- د امريکا وزارت خارجه په يو ټويټ کې ويلي په اوکراين د يرغل وروستو چې په روس کوم اقتصادي بندېزونه لګېدلي د هغې اغېزې ليدل کيږي ځکه چې وایي‌ د روبل قدر کم شوی، د روس د حکومتي قرضې حيثيت کمزوری شوی چې د سرمايه کارۍ وړ نه دی او دا چې د روس سټاک مارکيټ کم نه کم د پينځم مارچ پورې بند دی.

د اې پي د خبر له مخې په روس کې عام خلک د څيزونو د بيو لوړېدو سره مخ دي، د غربي نړۍ بندېزونو په بهرني سفرونو اغېزه کړې، روبل را ټيټ شوی او وارخطا خلک بېنکونو او اې ټي ايم مشينانو ته په قطارونو کې ولاړ وي. د روبل راپرېوتلو دا وړومبی ځل نه دی.

د غرب د بندېزونو له سوبه د ګل- دوشنبې په ورځ روبل د امريکايي ډالر په مقابل کې 30% راپرېوتلی او غربي هېوادونو دا اعلان هم کړی چې په ځينو روسي بېنکونو به د سوېفټ انټرنيشنل پيمېنټ سېسټم نه بندېز ولګوي چې روس به نه شي کولی خپل فراخه زرمبادله وکارولی شي.

د ايکسچينج نرخ پس له هغې بيا په ځای شو کله چې د روس مرکزي بېنک چټک ګامونه پورته کړل.

هغه خلک چې ويره لري د بندېزونو اغېزې به یې په اقتصاد ډېرې ژورې وي د بېنکونو او اې ټي ايم مشينونو مخته په ورځو ورځو ولاړ وي او د سوشل مېډيا د رپورټونو تر مخه څه مشينونو کار پرېښی دی.

د ماسکو پبلک ټرانسپورټ ډيپارټمنټ د ښار اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې کېدلی شي دوی د اېپل پي، ګوګل پي او سامسنګ پي د استعمال سره مشکل وويني ځکه د روس يو غټ بېنک د بندېزونو سره مخ دی چې د دې کارډونو د لارې په مېټرو، بسونو او ټرام کې پرې ورکړه راکړه کيږي.

د ورجينيا په ويليم اينډ ميري کې يو پروفيسر ډيوېډ فيلډ مين وايي “دا به ډېر ژر د هغوی اقتصاد وخوځوي. هر هغه څيز چې د بهر نه راغوښتل کيږي په مقامي کرنسۍ کې به ګران بيه شي او يواځينې لار به یې- چې مخه يې ونيول شي- په لويه کچه رعايتونه ورکول وي”.

د روس حکومت ته به د کمزورې کېدونکې انډسټرۍ، بېنکونو او نورو اقتصادي څانګو مرستې ورکول وي خو ولې امريکايي ډالر او يوروز ته د لاسرسي د نشتوالي په حال کې به ورته نور روبل چاپ کول وي چې ډېره ګراني به جوړه کړي.

د بندېزونو په اړه د کرېملین وياند ديميتري پېسکوف د روس د نغدو پيسو کنګل کول غټ ګام وبلو خو وايي روس دومره توان لري چې دا به وزغمي.