په اوکراین کې جګړې زور موندلی، روس د خیرسان ښار د نیولو ادعا کوي

واشنګټن - په اوکراین باندې د روسي یرغل د یوې اونۍ له پوره کېدو سره روسي ځواکونو په سترو ښارونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او تر یو میلیون اوکراینیان له دغه هېواد څخه تښتېدلي دي.

روسانو، په خارکیېف، چرنیېف او مېرېپول ښارونو باندې بریدونه کړي خو د برتانیې د دفاع وزارت د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، تر اوسه هم دغه ټول ښارونه د اوکراینینانو په واک کې دي.

یواځې د خرسان د ښار حالت ناڅرګند وو ځکه په ښار کې روسي سرتیري لیدل شوي خو تر اوسه هم دواړه غاړې د ښار د کنټرول ادعا کوي.

یو شمېر نړیوالو رسنیو د خرسان د ښاروال له خولې راخیستي چې دغه ښار یې له واکه وتلی دی.

د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلینسکي د زیارت په ورځ په یو ویډیو پیغام کې وویل، "مونږ هغه خلک یو چې په یوې اونۍ کې مو د دوښمن پلانونه ویجاړ کړل."

هغه زیاته کړه، "دوی به دلته ځای ونه لري.‌ دوی به خواړه و نه لري،‌ دوی به دلته یوه ارامه شېبه و نه لري."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکن ویلي، امریکا اوس هم د ستونزې د حل لپاره یو ډیپلوماټیک حل ته تیاره ده خو روسان باید لومړۍ جګړه دروي.

اوکراین ویلي، تر اوسه یې ۲۰۰۰ کسان وژل شوي او روس وايي، ۴۹۸ سرتیري یې وژل شوي او ۱۵۰۰ نور ژوبل شوي.

د اوکراین د دفاع وزارت د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د یوې روسۍ بم غورځونکې جټ الوتکې د وېشتلو خبر هم ورکړی.