واشنګټن- د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ايم) يو مخکښ ته د کراچۍ د ترهګرۍ ضد يو عدالت په روانه اونۍ کې په دې تور د عمر قيد سزا اورولې چې په احتجاجي غونډو کې یې د حکومتي ادارو او رياست خلاف خبرې کړي.
په قاضي طاهر تور لګېدلی چې د کال 2020 په ډسمبر کې يې په کراچۍ کې په احتجاج کې برخه اخېستې وه او د رياستي ادارو پر خلاف يې ويناګانې کړي.
د پي ټي ايم غړي په پاکستان کې پښتنو ته هم برابر حقونه غواړي او د ژوند حفاظت يې غواړي خو دعوه کوي چې د تحريک ملګري يې د پاکستاني ادارو لخوا نيول کيږي، ځورول کيږي او ان تر دې چې وژل کيږي.
د ياد غورځنګ فعالان د دریو اونیو راهیسې په کراچۍ کې د سند اسمبلۍ مخې ته په احتجاجي پرلت ناست دي او د خپلو بندي شویو ملګرو د ازادېدو غوښتنه کوي.
د پي ټي ايم مشران دعوه کوي چې قاضي طاهر په يوه داسې مقدمه کې د رياست او ادارو پر خلاف په وينا تورن شوی چې هغه له سره د کراچۍ په احتجاج کې ګډون نه و کړی.
د نيشنل ډيوموکرټېک موومنټ مشر او د قامي اسمبلې غړي محسن داوړ په يو ټويټ کې ليکلي “هيڅ ثبوت نه دی وړاندې شوی چې د سزا ورکولو جواز جوړ شي. رياست پرامن پښتانه د دېوال سره لګوي”.
په تېرو دوه کالو کې د پاکستان حکومت د پي ټي ايم يو شمېر غړي نيولي او دا تورونه پرې لګوي چې د رياستي ادارو سپکاوی کوي.
علي وزير چې د وزيرستان نه د پاکستان د قامي اسمبلۍ منتخب غړی دی او ورسره د تحريک نور ملګري په ډسمبر کال 2020 کې نيول شوي چې د ملک خلاف په سازش کولو او رياستي ادارو ته په سپکاوي کولو تورن دي.
د پي ټي ايم بنيادګر منظور پښتين د خپلو ملګرو د نيولو او سرسري عدالتي سزاګانو په اړه وي او ای ته وويل “په پاکستان کې د پښتنو د پاره انصاف نشته. چې کله مونږ حقونه غواړو او د برابرۍ پر بنسټ يې غواړو او د دې د پاره احتجاجونه کوو چې د انګرېز د دور په رنګه چلن دې راسره بند شي نو د نامعلومه وخت پورې مو جېلونو ته اچوي”.
پاکستاني چارواکي وايي په تېرو شلو کالو کې يې د ترهګرۍ د لاسه په زرګونو وګړي وژل شوي چې پکې د امنيت کسان هم دي او لا اوس هم د ترهګرۍ خلاف جنګيږي.
د پوځ د ميډيا ادارې، اي ايس پي ار د يو ټويټ له مخې “د ترهګرو ناکامه کوښښونه به شنډ کړي او وايي د پوځ مشر اراده کړې چې پاتې ترهګر او د هغوی مل کسان به ختموي که هر څومره قيمت يې هم پرې کوي پروا نشته”.
البته په پوځ تنقيد کونکي وايي د مظبوط پوځ د ترهګرو ډلو سره پټ لاس دی چې په هند او افغانستان کې يې د ترهګرۍ د پاره کاروي. په دې هم انديښنې راپورته شوي چې پوځ د ترهګرۍ ضد قوانينو نه ناجايزه ګټه پورته کوي او په ترڅ کې يې د قانوني مخالفت کونکو ژبې تړي.
پخواني سنېټر او د بشري حقونو د تنظيم مخکښ افراسياب خټک وي او ای ته وايي “سياسي مخالفت ترهګري نه ده. حکومت له هغه سياسي فعالان په خصوصي توګه پښتانه او بلوڅ ترهګر ګرځول نه دي پکار څوک چې د خپلو جايز حقونو غوښتنه کوي”.
په پاکستان کې په ازاده ميډيا د بندېزونو په اړه څېړونکي او ليکوال احمد رشيد وي او ای ته وويل “داسې شواهد شته چې پوځ او حکومت په شريکه هڅه کړې هيڅ داسې کوم حساس بحث په ميډيا و نه شي”.
هغه وايي “زمونږ د 50 نه زيات چينلونه دي او هر يو چينل د پوځ د ميډيا د څانګې لخوا څارل کيږي. ډېرې څېړنيزې خپرونې د څو دقيقو د تاخير سره چلولی شي او غرض يې دا وي که چېرې څوک داسې څه حساسه خبره وکړي چې ونه چلول شي”.
په پاکستان کې د ميډيا ادارو په خپل ځان هم بندېزونه لګولي چې چېرته پوځ غصه نه شي او د پي ټي ايم فعالان وايي په ميډيا کې د دوی په هلو ځلو ښودلو او رپورټ کولو بندېز دی.
منظور پښتين وايي “ميډيا زمونږ سره خبرې نه کوي. هغوی زمونږ په غوښتنو او هلو ځلو رپورټنګ نه کوي”.