داعش ومنل چې مخکینی مشر یې وژل شوی او ابوالحسن الهاشمي القریشي یې نوی مشر دی

واشنګټن ـــــ اسلامي دولت یا داعش وسلوالې ډلې یوه میاشت وروسته له هغه د خپل مخکیني مشر وژل کېدل تایید کړي او نوی مشر یې اعلان کړی چې د شام په شمال لوېدیځ کې یې د امریکایي ځواکونو د عملیاتو په وخت ځان په بارودو والوزاوه.

د پنجشنبې- زیارت په ورځ د داعش له خوا پر سوشل مېډیا په خپره شوې 12 منټه آډیو کې دې ډلې د ابوالحسن الهاشمي القریشي په نوم تن خپل نوی مشر ټاکلی او وایي هغه د تېر مشر تر وژلو وروسته د ډلې مشري پر غاړه اخیستې وه.

سایټ استخباراتي ډلې- چې د داعش ډلې مواد په آنلاین بڼه خپروي- د داعش اډیو کلیپ ژباړلی چې په یوه برخه کې یې وایي:

"د اسلامي دولت شورا ځنډ نه دی کړی، د شیخ ابو ابراهیم القریشي تر وژل وروسته مجاهدینو د ستر مجاهد ابوالحسن الهاشمي القریشي، له پاکې تورې سره، بیعت وکړ".

په دغه بیان کې- چې د داعش نوي ټاکل شوي ویاند ابو عمر المهاجر خپور کړی- د دې ډلې د مخکیني‌ ویاند ابو حمزه القریشي وژل کېدل هم تایید شوي دي چې تر دې مخکې دا خبر مخې ته نه وو راغلی.

د آډیو بیان له مخې د داعش اوسنی ټاکل شوی مشر ابوالحسن الهاشمي القریشي د دې ډلې مخکیني مشر د دې څوکۍ لپاره په ژوند لا ټاکلی وو او دا د اسلامي دولت ډلې له جوړېدو راهیسې د دې «ترهګرې» ډلې درېیم مشر دی.

د داعش لومړی مشر ابوبکر البغدادي هم د دې ډلې د دویم مشر غوندې په 2019م کال کې د شام په شمال لوېدیځ کې د امریکایي ځواکونو د محاصرې په وخت ځان پخپله وژلی وو.

ابو ابراهیم الهاشمي القریشي چې د حاجي‌ عبدالله او امیر محمد سعید عبدالرحمان المولا په ګډون په نورو نومونو هم پېژندل کېده، د ابوبکر البغدادي تر وژنې پینځه ورځې وروسته د دې ډلې مشر ټاکل شوی وو.

د داعش د دویم مشر ابو ابراهیم تر وژنې وروسته ځینو څېړونکو فکر کاوه داعش به د خپل نوي مشر د ټاکلو لپاره د خپلې شورا غونډه له دې کبله وځنډوي، چې کېدای شي امریکایي ځواکونو په فرورۍ کې د داعش د امنیتي چارو په اړه استخباراتي معلومات تر لاسه کړي وي.

د داعش ډلې نوی ویاند بیا وایي، داسې ښکاري چې خبره په دې ډول نه ده.

وي او اې د داعش ډلې د نوي‌ مشر د ټاکل کېدو او د هغه د پېژندنې په اړه له امریکایي چارواکو سره اړیکه ونیوله خو هغوی له څه ویلو ډډه وکړه.

د وي او اې د رپوټ له مخې د داعش د نوي مشر ابوالحسن له نامه سره «القریشي» دا ښکاره کوي چې هغه د قریشي قبیلې د هاشمي کورنۍ دی، چې نسلاً د اسلام له پیغمبر محمد سره تړاو لري او وایي د داعش د خلیفه کېدو لپاره دا یو شرط‌ دی.

خو دا چې د داعش ډلې نوی مشر په حقیقت کې څوک دی د هغه پېژندل به کېدای شي څه وخت واخلي، ځکه چې د لوېدیځ ترهګرۍ ضد چارواکو یو کال وروسته ومنل چې د داعش مخکینی مشر ابو ابراهیم- مشهور په حاجي‌ عبدالله او المولا ترهګر او د شام د شیعه اقلیت یزیدي په قتلِ عام تورن وو.