افغانستان کې هر دوؤ ساعتو کې یوه مور دماشوم زېږولو په مهال مري،دملګرو ملتونو رپورټ

د ملګرو ملتونو د ابادۍ فنډ ادارې ( يونايټېډ نېشنز پاپولېشن فنډ) ويلي چې په افغانستان کې هر دوؤ ساعتو کې يوه مور د ماشوم زېږولو او د حمل په مهال د رامنځته کېدونکو ستونزو یا پيچيدګیو له کبله ژوند د لاسه ورکوي۔

ادارې اندېښنه ښودلې چې افغانستان کې دمخ په زياتېدونکي بشري بحران له امله دا صورت حال نور هم خرابېدای شي۔

دبشري حقونو فعالان او د روغتيا د چارو کار پوهان افغانستان کې دماشوم زیږولو په مهال د مېاندو د مړينې علتونه په دغه هېواد کې د روغتيایي مرکزونو، طبي سهولتونو او متخصصو ډاکټرانو کمښت بولي.

دوئ وايي په کم عمرۍ کې د جينکو د ودونو او د پخواني دود دستور له امله اميدواره میرمنو طبي مرکزونو ته په وخت نه رسولو سره هم دغه د مړينې کچه سېوا کېږي۔

په دې هکله په افغانستان کې د روغتيا د چارو ماهرې ډاکټرې مالالۍ فېضي وي او ای ډيوه ته ويلي چې د هېواد په اطرافو کې مېرمنو لپاره د صحت مرکزونه او طبي اسانتياوې په زیات مقدار کې شتون نه لري ځکه د زېږون په وخت يو شمېر ښځې مړې کېږي۔

د ملګرو ملتونو د ابادۍ فنډ ادارې په ټویټر دا هم ويلي چې په افغانستان کې هرو دوؤ مېرمنو کې يوه د صنف په بنياد د تشدد ښکار کېږي او داسې ښکاري چې موجوده صورت حال کې د مېرمنو وضيعت نور هم خرابېدلی شي۔

د مېرمنو د حقونو فعاله سپېځلې ځاځۍ وي او ای ډيوه ته وايي د مور جوړېدو په وخت زياتره هغه ښځې ژوند د لاسه ورکړي څوک چې په کم عمرۍ کې واده شوي وي او يا د پخوانيو رواياتو له امله په کورونو کې د ماشوم په زیږولو مجبوره وي۔

د ملګرو ملتونو د ابادۍ فنډ اداره وايي افغانستان له سياسي بدلون وروسته د بشري ناروين سره مخ دی۔

اداره وايي سياسي بدلون، وچکالۍ او کرونا وبا په دغه هېواد کې ټولې هغه لاس ته راوړنې له ګواښ سره مخ کړي کومې چې په تېرو شلو کلونو کې ترلاسه شوې وې۔

د بشري حقونو فعال برهان الدين سيرت وي او ای ډيوه ته وايي د اقتصادي ستونزو له امله اکثره کورنۍ نه شي کولی چې د خپلو مېرمنو د ښه صحت لپاره د اړونده داروګانو او د مناسب خوراک بندوبست وکړي،

دی وايي هغه زياتره سهولتونه هم اوس مهال تړل شوي کوم چې د مور او ماشوم ښه صحت لپاره په دې هېواد کې موجود وؤ۔

د ملګرو ملتونو دغه اداره وايي چې په افغانستان کې د زېږون په مهال په هرو لک مياندو کې 638 ميرمنې ژوند د لاسه ورکوي۔

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی که چرې په دې اړه کوټلي ګامونه وا نه خستی شول نو په دې شمېره کې زياتوالی راتلی شي۔

په دې هکله په افغانستان کې د طالبانو حکومت کوم ګامونه اخلې؟ د مالوماتو ترلاسه کولو لپاره وي او ای ډیوه د طالبانو د حکومت د صحت وزارت چارواکو سره د تماس نيولو کوشش وکړو خو دغه هڅه بريالۍ نه شوه۔