واشنګټن ـــــ طالبانو د افغانستان په یخو سیمو کې د هلکانو او جېنکو د ثانوي درجې سکولونه پرون د اوو میاشتو وروسته خلاص کړل، چې ګڼ شمېر جینکۍ په خوشالۍ سکولونو ته ورغلې خو لا دوی خپل درسونه پېل کول چې سکولونو ته امر وشو د شپږم ټولګي نه بره جینکۍ دې بېرته کورونه ته ولېږل شي.
باختر دولتي خبري اژانس وایي د تعليم وزارت د نجونو د درسونو د ځنډېدو لامل په دې اړه «د شریعت او افغاني دود او کلتور مطابق» طرحې جوړول یاد کړي دي:
"کله چې په دې اړه له شريعت او افغاني دود او کلتور سره سمه جامع طرحه جوړه او د اسلامي امارت د مشرتابه حکم وشي بيابه مکاتبو او ليسو ته رسماً خبر ورکول شي."
ملګرو ملتونو، امریکې او نړيوالې ټولنې دا وروستی ګام د نړۍ سره د شویو ژمنو نه د طالبانو پر شا کېدل بللي دي. په افغانستان کې دننه هم جېنکو په دوی د ثانوي تعليم د بندېدلو خلاف خپل احتجاج کړی دی. په قطر کې د افغانستان لپاره د امریکې سفیر این مکېري پر ټویټر لیکلي:
"هغو رپوټونو ډېر اندېښمن کړم چې طالبان تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته بیرته سکولونو ته د ستنېدو اجازه نه ورکوي، دا ډېره ناهیله کوونکې او د طالبانو د ژمنو خلاف کار دی، ټول افغان ځوانان د تعلیم حق لري".
I%27m deeply troubled by multiple reports that the Taliban are not allowing girls above grade 6 to return to school. This is very disappointing & contradicts many Taliban assurances & statements. All Afghan youth deserve to be educated.
— Chargé d’Affaires Ian McCary (@USAmbKabul) March 23, 2022
د افغان ښځو او جېنکو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم د افغان جېنکو تر شپږم پورته ټولګیو بندېدو ته په غبرګون کې ویلي چې دا کار نه یوازې د طالبانو پر ژمنو باور کمزوری کوي بلکې په خبره یې د افغانو جینکو په اړه د والدینو هیلې هم له منځه وړي.
We now know today%27s decision to stop girls over grade 6 from returning to school was not incidental. It was made by Taliban leadership and is a betrayal of Afghan families. Let%27s be clear about several things (1/3)
— U.S. Special Envoy Rina Amiri (@SE_AfghanWGH) March 23, 2022
په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړل کېدلو په اړه ایمنیسټي انټرنېشنل، د بشري حقونو د څار سازمان، د ناروې د کډوالو شورا او نورو نړیوالو سازمانونو هم غبرګونونه څرګند کړي.
د ښځو د حقونو فعاله ملاله یوسفزۍ وايي، نن یې یوه هیله درلوده، هغه افغانې نجونې چې ښوونځي ته ځي بیرته به کور ته نه لېږل کېږي. ملالې یوسفزۍ پر ټویټر لیکلي:
"طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی، دوی به اوس به اوس بېلابېلې پلمې لټوي چې نجونې له زدکړو را وګرځوي، ځکه دوی له تعلیمیافته نجونو او پیاوړو ښځو وېرېږي".
I had one hope for today: that Afghan girls walking to school would not be sent back home. But the Taliban did not keep their promise. They will keep finding excuses to stop girls from learning – because they are afraid of educated girls and empowered women. #LetAfghanGirlsLearn
— Malala (@Malala) March 23, 2022
بلخوا د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي هم پر خپل فېسبوک له اووم تر دولسم ټولګي د نجونو د سکولونو پر نه پرانیستل کېدو خواشیني څرګنده کړې او د طالبانو له حکومته یې غوښتي:
"د یو مترقي او سیال افغانستان لپاره چې د ټولو افغانانو هیله ده د نجونو د تعلیم لاره دې پرانیستې وساتي او پرې نه ږدي چې د هغو پرديو طرحه تطبیق شي چې د تعلیم نه بې برخې، محتاج او تر لاس لاندې افغانستان غواړي".
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادرارې یوناما هم پر دې پرېکړه خواشیني څرګنده کړې ده. یوناما پر ټویټر لیکلي:
"په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د طالبانو له خوا د نن ورځې خپور شوي اعلان په اړه چې له مخې یې د شپږم ټولګي څخه د پورته ښوونځیو ښځینه زده کوونکو باندې بندیز غزولی دی، خواشیني څرګندوي".
The UN in Afghanistan deplores today’s reported announcement by the Taliban that they are further extending their indefinite ban on female students above the 6th grade being permitted to return school. pic.twitter.com/aNH7rj3amw
— UNAMA News (@UNAMAnews) March 23, 2022
د مارچ پر ۲۲مه د سکولونو د خلاصېدلو نه یوه ورځ وړاندې د کندهار مروا ایوبي اې ایف پي خبري ادارې ته ویلي وو چې مور يې د طالبانو د پخواني دور ډېر ښه یادونه نه لري او دې ته يې هر وخت ویلي دي چې په جینکو به بېرته د تعليم بندیز لګول کیږي.
تر دې دمه د حقونو د پاره کارکوونکې ښځې یا خو نیول شوې دي یا د غوښتنو نه منع کړل شوې دي. ښځې بېرته خپلو روزګارونه ته نه دي پرېښودل شوې. افغانه مېرمن کريمه معصومه وایي دوی مایوسه شوې دي:
"کله نه چې طالبانو واک ترلاسه کړی دی، افغانو ښځو خپل ډاډ له لاسه ورکړی دی. طالبانو په ښځو بندیزونه لګولي دي او دې کار یې افغان مېرمنې ناهیلې کړې دي".
د بشري حقونو د پاره د ملګرو ملتونو مشرې مېشېل بېکلېټ افغانستان ته په روانه مارچ میاشت ېک د خپل وروستي سفر په وخت تمه څرګنده کړې وه چې طالبان به د جېنکو د تعليم او نورو حقونو ورکولو په اړه د نړۍ سره کړې خپلې ژمنې عملي کړي:
"افغانې جینکۍ بیرته سکولونه ته تلل پکار دي او د ټولو افغانو جینکو لپاره سکولونه خلاصول پکار دي، د اووم ټولګي پورې د جینکو تعليم ترلاسه کول کافي نه دی".
تېر کال په اګست کې پر افغانستان د واک ترلاسه کولو وروسته نړۍ د طالبانو پر وړاندې ښکاره غوښتنې کښېښوولې او طالبانو په دې اړه خپلې ژمنې هم نړۍ سره کړې دي.
طالبانو د نیوي په لسیزه کې په خپل لومړني دور کې په ښځو د تعليم او نور بندیزونه لګولي وو. د طالبانو چارواکو پرله پسې ویلي دي چې دوی غواړي جینکۍ او ښځې تعلیم او روزګار وکړي.