د خېبرپښتونخوا په 18 ضلعو کې نن د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (31 مارچ) د بلدياتي انتخاباتو په دوېم پړاو کې رايې/ ووټونه اچول کيږي.
د صوبې د ټاکنو د کمېشن ترمخه د قبايلي ضلعو شمالي او جنوبي وزیرستان، کرمې او اورکزو په ګډون د صوبې په 18 ضلعو کې نن د سهار اته بجو نه تر مازيګر پينځه بجو پورې به بې د دمې نه د رايو ورکولو عمل روان وي.
د ټاکنو د کمېشن ترمخه تراوسه پورې د رايو ورکولو عمل په پرامنه ډول روان دی.
د ټاکنو کمېشن د مطبوعاتو سره د جنوبي وزیرستان او ځينو نور علاقو عکسونه شريک کړي، او ويلي يې دي په ټولو سيمو کې په ګڼ شمېر کې خلک راوتلي، او رايې ورکوي.
چيف الېکشن کمشنر ويلي، خلک دې بې د کومې خطرې ووټ ورکولو له ووځي، چاته به د قانون په لاس کې اخستو اجازه نه وي او که څوک سرغړونه کوي پرضد به يې ګام پورته کولی شي.
د خېبرپښتونخوا د قبايلي ضلعو په ګډون په 18 ضلعو کې د بلدياتي انتخاباتو دوېم پړاو په داسې حال کې ترسره کيږي چې په شمالي وزیرستان کې د انتخابي کمپاين په مهال د عوامي نيشنل ګوند يو کانديد مصور داوړ نامالومو وسله والو په ډزو وژلی وو.
پرون د شورو په ورځ په ټانک او جنوبي وزيرستان کې هم د بدامنۍ پېښې رامنځته شوې وې.
د ټاکنو کمېشن ویلي، د امنيت دپاره کلک انتظامات پورته کړی شوي دي.