د پاکستان کابينې ډويژن اعلاميه خپره کړې چې عمران خان نور وزیراعظم نه دی پاتې خو صدر عارف علوي ويلي، د موقتي وزيراعظم د ټاکنې پورې به عمران خان د وزیراعظم په څوکۍ وي.
پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ (3 اپرېل) د قومي اسمبلۍ مرستيال سپيکر قاسم سوري د عمران خان پرضد د مخالفه ګوندونو د بې باورۍ د تحریک قرارداد مسترد کړی او بيا عمران خان صدر عارف علوي ته د قومي اسمبلۍ ماتولو سپارښتنه کړې او صدر قومي اسمبلي ماته کړې ده.
خو مخالفه ګوندونو او قانون پوهانو د سپيکر او عمران خان دغه کار ته غېر اييني ویلي او مخالفه ګوندونه سپريم کورټ ته تللي او سپريم کورټ پرې از خود نوټس اخستی دی.
سپريم کورټ پرون په سیاسي صورتحال د از خود نوټس اورېدنه کړې او د نن ګل د ورځې پورې يې اورېدنه ځنډولې، د پاکستان اټارني جنرل، د دفاع او کورنيو چارو وزارت يې غوښتي دي.
د سپريم کورټ د مشر جج چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ جسټس اعجاز الاحسن او جسټس محمد علي مظهر باندې مشتمل درې کسيزه بنچ د از خود نوټس اورېدنه کړې ده.
پرون د قومي اسمبلۍ ماتولو وروسته د کابينې ډويژن اعلاميه جاري کړې چې عمران خان نور وزیراعظم نه دی پاتې.
شهباز ګل چې د وزيراعظم سلاکار وو، په ټويټر يې دغه اعلاميه خپره کړې ده او ويلي يې دي،
دا قاعده او قانون دی، اوس د دغه اعلاميې وروسته د ايين د ارټيکل224 A (4) لاندې د نګران يا موقتي وزيراعظم راتلو پورې به عمران خان د وزيراعظم په حېث خپلې زمه وارۍ ترسره کوي.
یہی قاعدہ اور قانون ہے۔ اب اس لیٹر کے بعد آئین کے آرٹیکل 224A- (4) کے تحت نگران وزیراعظم کے آنے تک، جناب عمران خان وزیراعظم کے طور پر اپنی زمہ داریاں نبھائیں گے۔ pic.twitter.com/ocSX2umLB9
— Dr. Shahbaz GiLL (@SHABAZGIL) April 3, 2022
او وروسته بيا صدرعارف علوي هم په ټويټر دغه خبره کړې ده چې عمران احمد خان نیازي به د موقتي وزیراعظم پورې د 224 A (4) لاندې د وزيراعظم په توګه دنده ترسره کوي.
Mr. Imran Ahmad Khan Niazi, shall continue as Prime Minister till the appointment of caretaker Prime Minister under Article 224 A (4) of the Constitution of the Islamic Republic of Pakistan.
— The President of Pakistan (@PresOfPakistan) April 3, 2022