پاکستان: په قومي اسمبلۍ کې چې څه شوي د پوځ ورسره هيڅ تعلق نشته، پوځ ويلي

پرون د اتوار په ورځ په قومي اسمبلۍ کې مرستيال سپيکر د وزيراعظم عمران خان پرضد د مخالفه ګوندونو د بې باورۍ د تحریک د قرار داد رد کولو وروسته د پاکستان پوځ ویلي، د پوځ د دغه کار سره هيڅ تعلق نه وو.

د پاکستان هم نيوز ټي وي ويلي، د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار ورته ویلي، چې څه شوي دغه سياسي عمل، د دغو اقداماتو سره د پوځ هيڅ تعلق نه وو.

هغه ويلي، دا خبره حقيقت نه لري چې په دغو اقداماتو کې د پوځ خوښي شامله وه.

په وروستيو کې چې مخالفه ګوندونو د عمران خان د حکومت پرضد لاريونونه او جلسې کولې په هغه وخت هم پوځ ويلي وو، چې پوځ د سياست سره هيڅ کار نه لري.

که څه هم د حکومت مخالفه جوړ اتحاد (پاکستان ډېموکرېټک مومنټ) اوس د پوځ نوم نه دی اخستی خو له دې وړاندې د پي ټي اېم په جلسو کې په ښکاره د پوځ او استخباراتي ادارې د مشرانو نومونه اخستل شوې وې.

د پي ډي اېم مشرانو تور لګولو چې د عمران خان حکومت د پاکستان د پوځ په لاس جوړ شوی حکومت دی، خو عمران خان به ويل مخالفه ګوندونه د خپلو مشرانو د غلاګانو پټولو دپاره د هغه پرضد يو شوي دي.

د پي ډي اېم په جلسو او غونډو کې د پوځ د مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي د مشر جنرل فېض حميد نومونه اخستل شوي، او پخواني وزيراعظم نوازشريف ويلي وو جنرل باجوه او جنرل فېض حميد هغه د وزیراعظم د څوکۍ څخه لرې کړی وو.

په اکتوبر 2020 کې بخواني وزیراعظم نوازشريف د پي ډي اېم د ګوجرانوالې جلسې ته د ويډیو لنک د لارې په وېنا کې ويلي وو،

'' جنرال قمر جاوېد باجوه دا سوغات [اوسنی حکومت] تاسو راکړی، په مصيبت باندې د دې اخته قام د پرېشانۍ وجه تاسو يئ، تاسو زمونږ سم دم حکومت رخصت کړی وو، تاسو د پارلېمان د غړو خرڅول پېل کړل، په ججانو مو په زور فيصلې وکړې، ...جسټس شوکت عزيز او جسټس قاضي فايز عيسا خلاف ګامونه ستاسو په خوښه کېږي، تاسو په انتخابونو کې د اولس خوښه رد کړه او په هغوی مو نا اهله ټوله کېنوله. د دې بربادۍ زمه وار تاسو يئ.''

خو د پوځ وياند بابر افتخار بيا ويلي وو "دا وخت د سياست سره د پوځ هيڅ تعلق نشه او د چا سره یې هم په پټه خبرې نه دي روانې او څوک چې اندازې لګوي ما وړاندې هم خواست کړی او اوس هم وايم چې پوځ په سياست کې مه راکاږئ".