واشنګټن ــــ د امريکا د قامي سلامتيا پخوانۍ لوړپوړې چارواکې ليزا کرټیس وایي، عمران خان دا خبره له ځانه جوړه کړې چې امریکا یې حکومت ړنګوي، عمران خان د امریکا کارډ استعمالول غواړي چې د خپلو پلویانو ملاتړ تر لاسه کړي.
مېرمن لیزا کرټیس وي او اې ډيوه ته د عمران خان له خوا په امریکې باندې لګېدلو تورونو ته په ځواب کې په ځانګړې مرکه کې ويلي:
“زه ګڼم دا داسې څه دي چې عمران خان د خپلو پلويانو د ملاتړ تر لاسه کولو د پاره جوړ کړي دي. دا بېخي د منلو نه ده چې يو امريکايي چارواکی به د پاکستان په کورني سياست کې مداخلت وکړي”.
اغلې ليزا کرټس وايي “د پاکستان صورتحال د امريکا سره هيڅ تعلق نه لري او عمران خان دې ته امريکا ځکه راکاږي چې خپلې پښې مظبوطې “. کړي او خپل پلويان د حکومت اړولو د سازشي نظرييې په نوم د ځان سره وساتي “.
د دې تپوس په ځواب کې چې د پاکستان د پوځ مشر په يو بيان کې ويلي ملک يې د امريکا سره ښې او نورې فراخه اړيکي غواړي خو بيا عمران خان په واشنګټن تورونه لګولي ليزا کرټس وايي:
“د پاکستان پوځ يو قسم له کوښښ کوي چې په ملک کې د روان سياسي اړي ګړي په وخت د امريکا سره د خپلو اړيکو دفاع وکړي او د عمران خان دا وينا به د ښه تعلق د ساتلو په ترڅ کې خوښه نه کړي چې ګني امريکا داسې سرګرمۍ کوي”.
يوې بلې پوښتنې ته په ځواب کې چې د عمران خان دا بيانيه به د امريکا ضد جذبات نور هم وپاروي هغه وايي “که د عمران خان بيانيه په پاکستان کې د امريکا خلاف جذبات راپاروي نو دا بيا يوه مسله ده خو امريکا به د دې نه ځان لرې وساتي لکه څنګه چې ده”.
د امریکا دریځ:
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس پرون یوې خبري غونډې ته یو ځل بیا د عمران خان تورونه رد کړي او ویلي یې دي، امریکا د آییني بالادستۍ او د جمهوري اصولونو او د قانون مرسته کوي، وایي د امریکې دا تګلاره د ټولو هېوادونو لپاره ده:
"دا [د عمران خان] تورونه سم نه دي، موږ د یوه سیاسي ګوند په مقابله کې د بل ګوند ملاتړ نه کوو، خو د قانون د واکمنۍ او جمهوریت مرسته به کوو".
د پاکستان وزیراعظم عمران خان څو ورځې وړاندې قوم ته په وینا کې تور پورې کړی وو، چې یو بهرني هېواد- د امریکې نوم یې اخیستی وو- پاکستان ته یو خط لېږلی چې وایي د اپوزیشن د بې باورۍ تحریک په وسیله یې د ده حکومت ختمول غوښتل.