ټاکنو کې دمېرمنو د ووټونو دشرحې زیاتولو لپاره مېرمنو ته خپل حقونه ورکول مهم دي:څېړونکي

Election in kpk

پاکستان کې د ټاکنو د څار غېر دولتي ادارې فافين يا فري اينډ فېر اليکشن نیټ ورک په خپل راپور کې ويلي چې په خېبر پښتونخوا کې د مارچ په 31مه نېټه د صوبې 18 ضلعو کې ترسره شوې د بلدياتي ټاکنو په دویم پړاو کې په 49 تحصيلونو کې د مېرمنو د ووټونو اچولو شرحه يا ټرن اوټ 30 فيصده او د سړو ټرن اوټ 41 فيصده ريکارډ شوی دی۔

څېړونکي وايي چې د کال 2017 د ټاکنو قانون عملي کېدو سره خو دغه شرحه څه حده پورې سېوا شوې خو په لويه کچه مېرمنو ته په سياست او د ټاکنو په عمل کې د برخې اخېستو لپاره د پالېسو وضعه کولو ترڅنګ هغوی ته د تعليم، روزګار او په ټولنه کې د سړو برابر حقونه ورکول مهم دي۔

په دې هکله اسلام اباد کې مېشت د پارليماني چارو کارپوهه قرېش خټک وي او ای ډيوه ته وايي د ټاکنو لپاره دجوړ شوي قانون په سمه توګه دعملي کېدو له لارې د مېرمنو د ووټونو اچولو په شرحه کې زياتوالی راغلی دی۔

نوموړي زياته کړه چې د کال 2017 د ټاکنو په قانون کې دا يوه ماده شامل ده چې په کومه حلقه يا پولنګ سټيشن کې چې د ښځو د ووټونو شرحه د سړو د شرحي نه په يو خاص تناسب چې 10 فيصده ايښودل شوې د هغې نه کم وي نو په هغې کې به دوباره انتخابات کېږي۔

دی وايي چې په قانون کې دا راوستل چې کوم الېکشن د ښځو نه بغېر کېږي نو هغه به کالعدم ګرځولی شي يوه مهمه خبره ده او له وجې دغه شرحه سېوا شوې ده۔

د خېبرپښتونخوا ملاکنډ او هزاره ډويژن ترڅنګ د بلدياتي ټاکنو په دوېم پړاو کې په شمالي او جنوبي وزيرستان، کرمه، اورکزئ او نورو سيمو کې هم د ولسواکۍ د ټاکنو عمل ترسره شوی دی۔

د الیکشن کمیشن د مالوماتو ترمخه د صوبې په 65 تحصیلونو کې تر دې دمه د 52 تحصیلونو نتیجې مخې ته راغلي چې پکې د ټولو نه زیات ووټونه پاکستان تحریک انصاف ګوند شاوخوا 29 فيصده، ورپسې پاکستان مسلم لیګ ن څه د پاڅه دیارلس فیصده، او جمیعت علما اسلام پاکستان شاوخوا دولس فیصده ترلاسه کړي دي۔

د پېښور پوهنتون د جېنډر سټډيز د څانګې استاد ډاکتر دورېش اپريدی وي او ای ډيوه ته وايي په سياست او د رایې کارولو په عمل کې د مېرمنو برخې سېوا کولو لپاره بايد هغوئ ته په دې نر واکه ټولنه کې د تعليم ترڅنګ د سړو برابر حقونه ورکړل شي۔

نوموړي زياته کړه "اول خبره دا ده چې حکومت به داسې قوانین او پالېسۍ راوړي چې هغې سره د نرواکۍ سوچ کمزوری شي، د مېرمنو بنيادي حقونه په سړو په زور ومنل شي، کوم سړی چې خپل زوئ سبق ته لېږي او لور نه لېږي ددې ترې نه تپوس وشي او کوم سری چې په کم عمر کې خپله لور واده کوي او سبق يې نيمايي کې پرېږدي نو چې رياست د دې مخه ونيسي"

د خېبر پښتونخوا د اليکشن کمېشن وياند سهيل احمد وي او ای ډيوه ته وايي چې د دوئ اداره ښځو ته د ووټونو اچولو په هکله پوهاوي ورکولو لپاره مهم پېل کړی دی،

دی وايي چې په لرو پرتو سيمو کې مېرمنو ته د ويړيا شناختي کارډونو ورکولو عمل هم دوام لري۔

پروسکال د دسمبر په 19مه د صوبې په 17 ضلعو کې د بلدياتي ټاکنو ړومبی پړاو ترسره شوی ؤ چې پکې جميعت علما اسلام پاکستان تر ټولو زياتې څوکۍ ګټلې وې او د ولسواکي دټاکنو په دوېم پړاو کې تر ټولو زياتې څوکۍ صوبه کې واکمن پاکستان تحريک انصاف ګوند ترلاسه کړې دي۔