د مرکز ترڅنګ په پنجاب اسمبلۍ کې هم د حکومت او مخالفه ډلو تر منځ سياسي کړکېچ روان دی

واشنګټن ــــ په پنجاب اسمبلۍ کې د تحريک انصاف ګوند او مخالفه ډلو تر منځ د اعلی وزير د ټاکنې د پاره په نېټه لانجه روانه ده، مخالفه ګوندونه د اپرېل په شپږمه دغه انتخاب کول غواړي خو د اسمبلۍ په پاڼه د ۱۶ اپرېل نېټه ورکړل شوې ده.

رپوټونه وايي د اسمبلۍ د ډيپټي سپیکر سردار دوست محمد خان په ضد د بې باورۍ تحريک په داسې حال وړاندې کړی شوی چې نوموړي د نوي وزیراعلی د انتخاب د پاره نن ماښام ټاکلی وو، خو د اسمبلۍ په ویبسایټ د دې انتخاب د پاره د اپرېل ۱۶مه نېټه ټاکل شوې ده.

دا انتخابات په داسې حال کېږي چې رپوټونه وايي د پنجاب وزيراعلی عثمان بزدار د يو جوړجاړي لاندې د مسلم ليګ ق ډلې مشر چوهدري پروېز الهي په حق کې خپله استعفی وزيراعظم عمران خان ته وړاندې کړې وه.

تازه رپوټونه وايي، د پنجاب اسمبلۍ د ودانۍ نه ازغن تار چاپېره کړل شوی او په ګڼ شمېر کې ورته پوليس او د امنيتي ادارو کارکوونکي ورغونډ شوي دي.‌

مخالفه سياسي ګوندونه وايي دوی به ضرور نن ماښام د د وزيراعلي د څوکۍ د پاره خپل امېدوار حمزه شاهباز په حق کې رایې وکوي او د اسمبلۍ غونډه به په يو ځايي هوټل کې کوي.

خو د تحريک انصاف او مسلم لیګ ق ډلې غړي وايي دغه انتخابات به د اپرېل په ۱۶مه نېټه کېږي.

رپوټونه وايي، په پينځم اپرېل د وزيراعلی د انتخاب نېټه تر ۱۶م اپرېل پورې د ځنډولو نه وړاندې د پنجاب اسمبلۍ د سپيکر چوهدري پروېز الهي او عمران خان تر منځ مهمه غونډه شوې وه.

د پنجاب اسمبلۍ سپيکر چوهدري پروېز الهي د تحريک انصاف او خپل ګوند مسلم ليګ ق له خوا د صوبې د وزيراعلی د څوکۍ د پاره امېدوار ټاکل شوی چې مخالفه ګوندونو ورته د مسلم ليګ ن حمزه شهباز ودرولی.

د وزيراعلی جوړېدلو د پاره يو امېدوار ته د پنجاب اسمبلۍ په ۳۷۱ استازو کې د ۱۸۶ استازو ملاتړ پکار وي، ‌چې په موجوده وخت کې د تحریک انصاف سره ۱۸۳، ‌د هغوی د پلوي ډلې مسلم ليګ ق سره ۱۰ او مخالفه مسلم ليګ ن سره ۱۶۵، د هغوی د ملاتړې پيپلز پارټۍ سره اووه او آزاد غړي پينځه دي.

د اپرېل په درېیمه د پاکستان د وزیراعظم عمران خان په وینا د هیواد صدر قامي اسمبلي ماته کړې ده چې اپوزیشن د دې پرضد سپریم کورټ ته تللی او سپریم کورټ له خپله انده هم په دې معامله نوټس اخیستی دی خو اورېدنه یې د اپرېل تر اوومې ځنډولې ده.

څېړونکي وايي عموماً په داسې حال کې صوبایي اسمبلۍ هم تحليل کيږي او ملک کې نوي انتخابات وشي، خو په موجوده وخت کې د يوې صوبې له خوا هم لا په ښکاره داسې کوم څه نه دي ويل شوي چې ګنې اسمبلۍ به ماتېږي۔